د افغانستان ۲۰۲۰ جینوا غونډه نن د سویس په کوربه‌توب په رسمي ډول پرانېستل شوه. د دولت اقدامات، سیاسي ملاتړ او د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د مرستندویه هېوادونو مالي ژمنې د دغې غونډې د بحث اصلي موضوعات دي.

دغه ګډه غونډه د ملګرو ملتونو، افغانستان او فنلنډ په همکارۍ جوړه شوې اوو شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو او نړیوال سازمانونو په انلاین ډول په‌کې ګډون کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر دغه کنفرانس یې په رسمي ډول پرانېست وايي، افغان حکومت د ګواښ په منلو او له کومې هوکړې پرته طالب بندیان خوشې کړل، په داسې حال کې چې تاوتریخوالی نه دی کم شوی. د نوموړي په وینا، د سولې هڅې باید تاوتریخوالی کم او په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني د سولې په خبرو اترو کې د ښځو د حضور غوښتنه وکړه. نوموړې له طالب ډلې وغوښتل چې د ښځو سیاسي حضور ته درناوی وکړي. رولا غني وايي، طالبان د تاوتریخوالي کمولو په اړه د خپلو ژمنو پر خلاف جګړه تېزه کړې او ګڼ‌شمېر یې افغانان یې وژلي دي. لومړۍ مېرمنې ټینګار وکړ چې د افغان ښځو د حقونو له تضمین پرته به هر ډول سوله تلپاتې نه وي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییس شهرزاد اکبر هم په یاده غونډه کې پر اوربند، په بین‌الافغاني خبرو اترو کې د جګړې قربانیانو پر مستقیم حضور او د هغوی د حقونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

په قطر کې د دولت مرکچیانو هم د بین‌الافغاني خبرو اترو پر ټوله‌شمولوالي ټینګار وکړ.

د دولت د سولې مرکچي پلاوي رییس معصوم ستانکزی وايي، د افغانستان لپاره سوله مهمه ده او په دې پروسه کې پرمختګونه په سختۍ ترلاسه شوي دي. هغه وايي، بین‌الافغاني خبرې اترې ډېر وخت ته اړتیا لري.

د سولې مرکچي پلاوي غړې حبیبې سرابي په یاده غونډه کې وویل، د سولې پروسه کې دې د افغان ښځو ګډون ته ارزښت ورکړل شي. د نوموړې په وینا، افغانستان د نړیوالې ټولنې اوږدمهاله ملاتړ ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرې میشل باشلت په یاده غونډه کې وویل، که څه هم د دولت او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې خبرې اترې پیل شوي، خو د ملکیانو مرګ‌ژوبله تر اوسه نه ده کمه شوې. د هغې په وینا، په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې چې د ټولو غوښتنه ده، باید د لږکیو او د جګړې قربانیانو حقونه وساتل شي.

د سویډن د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال رابرټ ریدبرګ د بین‌الافغاني خبرو اترو له پیل نه د هرکلي ترڅنګ وویل، حکومت باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او په ټولو برخو کې ښځو ته فعاله رول ورکړل شي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې ایني اریکسن سوریده وویل، په بین‌الافغاني خبرو اترو کې باید افغان ښځو ته «ماناداره» ونډه ورکړل شي.

د دغې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالي غوښتنه وکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني په یاده غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د سولې راتلل سیمه‌یيزې اجماع ته اړتیا لري. ولسمشر غني له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د یوه باثباته افغانستان لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان ۲۰۲۰ غونډه به سبا سه‌شنبه هم دوام ولري او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د راتلونکو مرستو په اړه پرېکړه کوي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام