Asset 1SWN

له افغانستانه د پخواني شوروي د وتلو کلیزه؛ ا.ا: هېڅ لوری دې د افغانانو د ځورولو هڅه نه کوي

Soviet-withdrawal-from-Afghanistan-2-q2704iw4dqyb6m3fd4gnrqevvzxjb1wjdfrym8gm14

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو څلوردېرشمې کلیزې په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، څرنګه چې «افغانان» د جګړې په ډګر کې بریالي دي، په تفاهم او تعامل کې هم «رښتیني او ژمن» دي او غوره ده چې هېڅ لوری یې د ځورولو هڅه ونه کړي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه ۳۴ کاله مخکې اړ شول چې له افغانستان څخه ووځي او «خپل اشغال ته د پای ټکی کېږدي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خبرپاڼه کې زیاته شوې: «د افغانستان اسلامي امارت د دې سترې ورځې مبارکي چې زموږ د ویاړلي ملت په جهاد، سرښندنې او قربانیو سره یې یو زبرځواک له ماتې سره مخ کړ، ټول ملت ته وايي او دا په تاریخ کې تر ټولو ویاړلې ورځ بولي.»

اسلامي امارت په دې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان تل په سیمه کې د یوه مهم هېواد په توګه پاتې دی او دغه هېواد کې «ناوړه پېښو» پر ټولې سیمې ویجاړوونکې اغېزې کړې دي.

په دې خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې افغانان یرغلګر نه‌دي، خو د نورو یرغل هم نه‌شي زغملی. خبرپاڼه کې دغه راز لیکل شوي: «د شوروي له یرغل وروسته د امریکا په مشري اشغال پیل او ماتې یې بیا ثابته کړه چې افغانان د پردیو پر وړاندې ډېر حساس دي او د دیني ارزښتونو، ازادۍ او خپلواکۍ دفاع خپل ایماني او دیني مسوولیت بولي.»

د اسلامي امارت په خبره، که هېوادونه ورسره «روښانه او ښه» تعامل ولري، اسلامي امارت هم «خپلو دیني او ملي ګټو ته په پام مثبت تعامل» ته تیار دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې دغه راز لیکل شوي: «اوس چې افغانستان کې د اسلامي امارت په مشري یوه مشروع، واحده او خپلواکه واکمني ده، د ټولو په خیر ده چې له دغه فرصت نه په ګټې اخیستو د تفاهم لاره خپله او د مثبتو پرمختګونو لپاره هڅه وکړي.»

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه له نن څخه ۳۴ کاله وړاندې (د ۱۳۷۶ کال د سلواغې په ۲۶مه) له افغانستان څخه ووتل چې له کبله یې د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام