په کندهار کې د اسلامي امارت مسوولان وايي چې د سپین بولدک او چمن ترمنځ دروازه له درې ورځو تړل کېدو وروسته نن یکشنبه بېرته د مسافرو پرمخ پرانستل شوه.
د کندهار د والي ویاند او د سپین بولدک د کمیسارۍ مسوولانو تایید کړې چې یاده دروازه د مسافرو پرمخ بیا پرانستل شوې ده.
یاده دروازه وروسته له هغې د مسافرو پرمخ پرانستل شوه چې پرون له چمن څخه یو پلاوی کندهار ته راغلی و او دې ولایت کې یې له ځايي مسوولانو سره د یادې لارې د پرانستلو په اړه لیدلي دي.
د کندهار ولایت د والي ویاند محمود عزام په وینا، له چمن څخه راغلي پلاوی سره یوې هوکړې ته رسېدلي او یاده دروازه یې د مسافرو پرمخ بېرته پرانستې ده.
خو تراوسه د سپین بولدک د دروازې د بیا پرانستلو په اړه د کندهار د ځايي چارواکو او له چمن څخه د راغلي پلاوي ترمنځ د شوې هوکړې په برخه کې معلومات نه دي ورکړل شوي.
د کندهار سپین بولدک سرحدي دروازه چې هره ورځ پرې زرګونه کسان پاکستان ته اوړي وخت ناوخت د پاکستاني چارواکو له لوري د افغان مسافرو د تګ راتګ پرمخ تړل کېږي چې له امله یې دواړو لوریو ته ګڼشمېر مسافر له ستونزو سره مخ کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
څو ورځې وړاندې هم په یاده دروازه کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې رپوټونه ورکړل شوي وو چې بیا یې له امله یاده دروازه هم وتړل شوه.