د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد د غیرناټو  متحدانو له نوملړ څخه د افغانستان نوم لرې کړی دی.

په هغه لیک چې د امریکا سپینې ماڼۍ د بهرنیو چارو وزارت ته لېږلی، په‌کې راغلي چې جو بایډن د امریکا د اساسي قانون پربنسټ، دغه پرېکړه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

امریکا په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان د غیرناټو سازمان د ملګرو هېوادونو په نوملړ کې وراضافه کړ چې پربنسټ یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او پوځي اړیکې پراخې شوې.

افغانستان د غیرناټو سازمان د ملګري هېواد د امتیاز ترلاسه کولو سره کولای شوی چې د ناټو سازمان د وتلو پرته هم د نظامي تجهیزاتو پېر، ښوونې او پوځي مرستو برخه کې د امریکا همکاري له ځان سره ولري.

د اسلامي امارت په واکمنېدو سره او امریکا سره تېر ته په کتو، افغانستان د دغه هېواد د غیرناټو ملګرو هېوادونو له نوملړ اېستل شوی. بل‌خوا قطر بیا د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې تړون د زمینې برابرولو له امله سږکال د امریکا د غیرناټو متحد په توګه معرفي شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د امریکا غیرناټو متحد هېوادونو له نوملړ د افغانستان اېستلو سره اسټرالیا، اسراییل، برازیل، کلمبیا، مصر، سوېلي کوریا، قطر، فلیپین، مراکش، کوېټ، نیوزیلنډ، پاکستان، ټایلنډ، ټونس، اردن، جاپان، بحرین او ارجنټاین د دغه هېواد له اصلي متحدینو دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام