د بهرنیو چارو وزارت: افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه د هېوادونو اندېښنې بې‌ځایه دي

د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د ترهګرو موجودیت رد کړی او ویلي یې دي چې دا اندېښنې د ناسمو سرچینو له لارې پیدا شوې دي.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د امریکا او پاکستان په ګډون، یوشمېر هېوادونو د ملګرو ملاتونو عمومي غونډه کې د افغانستان په اړه اندېښنه ښودلې چې ګواکې لا هم هېواد کې د ترهګرۍ ګواښ پر ځای دی.

حامد کرزی: ترهګرې ډلې د پاکستان مستقیم ملاتړ لري

پخواني ولسمشر حامد کرزي په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د ترهګرو ډلو ځالې له لسیزو راهیسې پاکستان کې دي.

د پاکستان لومړي وزیر پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د وینا پرمهال ویلي و چې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري او دغه هېواد یې په مرکز بدل شوی دی.

امریکا د غیرناټو متحدانو له نوملړ د افغانستان نوم اېستلی

د امریکا ولسمشر جو بایډن له ناټو سازمان څخه د باندې د دغه هېواد د ملګرو هېوادونو له نوملړ څخه د افغانستان نوم لرې کړی دی.

په هغه لیک چې د امریکا سپینې ماڼۍ د بهرنیوچارو وزارت ته لېږلی، راغلي چې جو بایډن د امریکا د اساسي قانون پربنسټ، دغه پرېکړه کړې ده.

د پاکستا لومړی وزیر: افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي ځای بدل شوی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو سازمان په ۷۷مه کلنۍ غونډه کې د وینا پرمهال افغانستان کې د ترهګرو ډلو له فعالیت څخه اندېښنه وښوده.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې چې افغانستان کې القاعده، ټي‌ټي‌پي‌، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي جنبش فعالیت لري.

امریکا افغانانو سره ۳۲۷ میلیونه ډالر مرسته کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانانو سره د بشردوستانه مرستو په لړ کې دغه هېواد ۳۲۷ میلیونه ډالر نوره مرسته هم د افغانانو واک کې ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن پرون جمعه د تلې لومړۍ نېټه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې امریکا افغانستان او له دغه هېواد د باندې افغانانو سره د بشردوستانه مرستو لپاره ۳۲۷ میلیونه ډالر مرسته کوي.