د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو سازمان په ۷۷مه کلنۍ غونډه کې د وینا پرمهال افغانستان کې د ترهګرو ډلو له فعالیت څخه اندېښنه وښوده.
د پاکستان لومړي وزیر دې ناسته کې ویلي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل شوی دی.
نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې چې افغانستان کې القاعده، ټيټيپي، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي جنبش فعالیت لري.
د پاکستان لومړي وزیر همداراز ټينګار کړی چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور او فعالیت د پاکستان او سیمې ته ګواښ پېښولی شي.
د اسلامي امارت چارواکو تراوسه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور او فعالیت رد کړی و.