Asset 1SWN

هبت‌الله اخوندزاده قاضیانو ته: حد او قصاص جاري کړئ!

3833366

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې د ا.ا رهبر هبت‌الله اخوندزاده د قاضیانو په یوه غونډه کې هغوی ته سپارښتنه کړې چې ټولنه کې حد او قصاص عملي کړي.

د نوموړي په وینا، هبت‌الله اخوندزاده قاضیانو ته په خطاب کې ویلي: «د غلو انسان‌ تښتوونکو او فتنه‌ګرو دوسیې په ښه ډول وڅېړئ.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ا.ا ویاند ویلي چې مشر یې قاضیانو ته سپارښتنه کړې، څو هغه دوسیې چې د حد او قصاص ټول شرایط یې پوره کړي وي، باید حد او قصاص پرې عملي کړي.

نوموړي زیاته کړې: «هغه دوسیې چې د حد او قصاص ټول شرعي شرایط یې پوره کړي وي، مکلف یاست چې حد او قصاص ورباندې جاري کړئ؛ ځکه دا د شریعت حکم او زما امر دی او فرض دی چې عمل پرې وکړئ.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ا.ا ویاند نه‌دي لیکلي چې هبت‌الله اخوندزاده دا خبرې چېرته او د کومې کچې قاضیانو ته کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام