د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده په تازه سپارښتنه کې ویلي چې د خلکو له‌خوا جوړ شوي قوانین د تطبیق وړ نه دي او د اسلامي امارت حکومت کې باید د هرې ستونزې حل په شریعت کې ولټول شي.

د اسلامي امارت د ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر ټوېټرپاڼه په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت مشر پرون کندهار کې له والیانو سره په کتنه کې ویلي چې د تېرو دوو لسیزو پرمهال افغانستان کې د اسلام پرضد ډېر تبلیغ شوی او خلک جمهوریت ته دعوت شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ویناپاڼه زیاتوي چې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده والیانو ته په وینا کې سپارښتنه کړې چې د نوموړي له پرېکړو اطاعت وکړي. د اخند‌زاده په وینا، د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د جمهوریت په څېر د خلکو په غوښتنه او خوښه پرېکړې نه کېږي او ټولې پرېکړې به د شریعت په رڼا کې وي.

په ورته مهال هبت‌الله اخند‌زاده ځان شرعي امام بللی او ویلي يې دي چې که څوک د هغه سپکاوی وکړي، د ده په وینا چې الله به د هغه سپکاوی وکړي.

د خپرې شوې ویناپاڼې له مخې، له والیانو سره د هبت‌الله اخند‌زاده په لیدنه کې همداراز نوموړي سپارښتنه کړې چې ښځو ته معاشونه وټاکل شي، څو خپلې اړتیاوې پوره کړي.

د اسلامي امارت مشر دا هم ویلي چې د مخکیني حکومت له یتیمانو او کونډو سره باید مرسته وشي او له دوی سره په شه چلن یې ټينګار کړی دی.

په ویناپاڼه کې همداراز راغلي چې د جوماتونو ملا امامان باید خلک له ژبني، قومي او سمتي تعصب راوګرځوي او د اسلام پرارزښت یې پوه کړي.

هبت‌الله اخند‌زاده له والیانو سره د ښځو د حقونو پر ورکړې هم ټينګار کړی او په دې برخه کې یې د ورکړل شوي شپږ ماده‌ییز فرمان د تطبیق غوښتنه کړې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو راهیسې د اسلامي امارت مشر په بېلابېلو برخو کې خلکو او واکمنانو ته سپارښتنې کړي او پر عملي‌کېدو یې ټينګار کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام