د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد د تېرې اوونۍ د پنج‌شنبې پر ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه د ا.ا د مشر هبت‌الله اخند‌ازده له قوله یو لارښود خپور کړی چې په‌کې ویل شوي، د ا.ا پر چارواکو بې‌ځایه تور لګول شرعي جواز نه لري.

د دغه لارښود په غبرګون کې یو‌شمېر هېوا‌دوال وايي چې د اسلامي امارت د مشر وروستۍ لارښوونه ښکاره ظلم دی. دوی زیاتوي چې د حکومت پر کړنو نیوکې، د دوښمنۍ په معنی نه، بلکې د حکومت د سمون لپاره دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل اوسېدونکی عبدالرحمن سلام‌وطندار ته ویلي: «له شک پرته چې سالمه نیوکه د سمون لامل کېږي، ولې دا هم ظلم دی چې اسلامي امارت وايي چې تاسو د نیوکې حق نه‌لرئ.»

بل‌خوا د خبریالانو د ملي کور مسوول سیدیاسین متین سلام‌وطندار ته وايي چې اسلامي حکومت او ډموکراسي باید د نیوکې د منلو توان ولري او په وینا یې، نیوکې د سمون او د ټولنې د پرمختګ لامل کېږي.

په همدې حال کې د خبریالانو د فدراسیون غړی مسرور لطفي د دې موضوع د حل په برخه کې وايي چې اسلامي امارت باید د بیان پر ازادۍ محدودیتونه رامنځته نه کړي.

د هغه په باور اسلامي امارت باید د سالمو او ناسالمو نیکو پېژندنې لپاره معلوماتو ته د لاسرسي قانون، د ټولیزو رسنیو قانون او د رسنیو د سرغړونې کمېسیون بېرته فعال کړي.

وموغوښتل چې په دې اړه د اسلامي امارت د مسوولانو نظر هم را واخلو، خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیالانو سره تر ډېرو اړیکو نیولو وروسته مو هم ځواب ترلاسه نه کړ.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت د مشر وروستۍ لارښوونه داسې مهال خپرېږي چې له دې وړاندې د هرات د ګذرګاه جومات خطیب مجیب‌الرحمن انصاري کابل کې د دیني عالمانو په لوبه ناسته کې ویلي، هغه کسان چې د اسلامي امارت پروړاندې درېږي، سر یې باید پرې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام