د بلخ په ولسوالیو کې د درملو او نورو امکاناتو نه موجودیت هغه ستونزه ده چې له کبله یې سلګونه ناروغان او د هغوی پایوازان مزارشریف ښار ته راغلي او دلته هم د ډاکټرانو او مسوولانو نه پام له ستونزو سره مخ کړي دي.

مرتضی چې خپله مور یې د شولګرې ولسوالي له یوه کلي نه ښار ته راوستلې وايي، نه یوازې په کلي کې یې ډاکټر او درمل نشته، بلکې په مزارشریف کې هم د بیروبار ترڅنګ، درمل او ډاکټر نه پیدا کېږي او په خبره یې، درمل هم په خپلو پیسو پېري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عبدالصبور بیا د بلخ له چهارکنت ولسوالي نه خپله مېرمن د درملنې لپاره مزارشریف ښار ته راوستلې ده. هغه وايي، په ولسوالي کې یې درمل نشته او طالبان باید د خلکو ستونزې حل کړي.

د بلخ د عامې روغتیا رییس شیخ میر صدام هم د خلکو ستونزې مني او وايي، خلک ترې ښه خدمتونه غواړي، خو دغه روغتون د درملو او نورو امکاناتو له کمښت سره مخ دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، سره له دې چې خلک اړ دي، څو په دولتي روغتون کې درملنه وکړي، خو دوی هم لازم امکانات نه لري.

نړیوالې ټولنې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر افغانستان خپلې مرستې درولي او نړیوال سازمانونو د افغانستان د روغتیايي نظام د ګډوډېدو خبرداری ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام