د اسلامي امارت مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده نن د علماوو په ستره غونډه کې چې د سرپرست حکومت له خوا د لویې جرګې په خېمه کې جوړه شوې او درې ورځو لپاره دوام کوي ګډون او وینا وکړ. دا غونډه په غږیزه بڼه په دولتي رسنیو کې خپره شوه.

د اسلامي امارت مشر وویل: «موږ داسې یو ملت یوو چې شهادت مو ارمان دی. امریکایانو په افغانستان کې د بمونو مور وکاروه او که نړۍ اټوم بم هم راباندې وکاروي، ټول مو ویلې کړي بیا هم د چا فرمایشونه او غوښتنې نه منو.»

نوموړي وویل چې عدالت د نظام د بقا راز دی او که عدالت نه وي، ظلم به رامنځ ته کېږي او د ظلم حکومت به تلپاتې نه وي. هغه زیاته کړه، هېڅوک دې تمه نه ترې کوي چې د شریعت خلاف کار وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت مشر د شرعي احکامو پر تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل چې څو کاله مخکې له «کفارو» سره د عقیدې او شریعت جګړه وه او اوسنی نظام په ډېرو قربانیو ترلاسه شوی. د هغه په وینا، دا جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې او تر قیامته به دوام وکړي.

د اسلامي امارت مشر وویل چې دښمن د جګړې په ډګر کې له ماتې وروسته اوس هڅه کوي چې د دسیسې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، خو اوس افغانستان خپلواک او ازاد دی او هېچاته د مداخلې واک نه ورکوي.

هغه څرګنده کړه، دښمن داسې ماتې خوړلې چې نور هېڅکله پوځي برید نه کوي، خو تبلیغات او نفاق اچونه اوس هم دوام لري او غواړي چې د حاکمانو ترمنځ اختلاف او بې‌باوري رامنځته کړي او له دې لارې اسلامي امارت کمزوري کړي.

هبت‌الله اخوندزاده خپلو خبرو کې وویل، هغه افغانان چې د اسلامي امارت د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي هدف نه و. هغه زیاته کړه: «تل مو ورته ویل چې راځئ وسله پر مځکه کېږدئ او د خپل هېواد او دین پر وړاندې د پردیو ملاتړ پرېږدئ.»

د اسلامي امارت مشر د علماوو په دې غونډه کې پر عمومي بښنې ټینګار وکړ او وې ویل چې  تېرو ظالمانو سره حساب نه کېږي، خو عمومي بښنه په دې معنی نه ده چې هغوی ته به  په حکومت کې ځای ورکول کېږي.

هغه وویل، د امنیت او ثبات ټینګښت لپاره لازمه ده چې مسوولان له خپلو شخصي غوښتنو ډډه وکړي، ځان کور او خپل ژوند له شریعت سره سم سمبال کړي.

هغه له سوداګرو څخه هم وغوښتل چې خپل هېواد ته راستانه شي او خپل هېواد اباد کړي. هغه زیاته کړه: « ایا تاسو د کفارو په تمه یاست چې ستاسو هېواد اباد کړي؟ د کفارو په وطن کې ستا عزت نشته، خو په خپل وطن کې عزت لری.»

ښاغلي اخوندزاده اقتصاد ته هم اشاره وکړه او وې ویل چې بهرنۍ مرستې هېواد نه شي ابادولی او له کورنیو شرکتونو څخه یې وغوښت چې افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړی وايي: « کافرانو ته مه په تمه کېږئ چې سړکونه درته جوړ کړي، خپله یې جوړ کړئ»

د اسلامي امارت مشر وايي، بهر ته تللي افغانان دې بیرته هېواد ته راشي، خو امنیت دې نه خرابوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوندزاده د علماوو دې سترې غونډې ته شاوخوا یو ساعت وینا وکړه، خو د نجونو زده‌کړو په اړه یې یادونه هم ونه‌کړه.

د اسلامي امارت واک ته رسېدو وروسته دا لومړنی ستره غونډه داسې مهال جوړېږي چې د اسلامي امارت حکومت د کورني او بهرني مشروعیت له ګڼو ننګونو سره مخ دی او تراوسه د نړۍ یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د علماوو ستره غونډه پرون د خبریالانو له حضور پرته پرانستل شوه. په دې غونډه کې له ټول هېواد څخه ۳۵۰۰ دیني عالمانو ګډون کړی چې تر دوشنبې ورځې به دوام وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام