په کابل کې د افغانستان د علماوو د درې ورځنۍ غونډې له پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته یو شمېر سیاستوالو نیوکه کوي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بیا پرانستل د دې غونډې په اجنډا کې نه وه او نه پرې بحث شوی.

علي احمد جلالي چې د هېواد له نامتو سیاستوالو څخه دی، په ټویټر کې له زده‌کړو څخه د نجونو محرمولو په خاطر د اسلامي امارت سرپرست حکومت مجرم بللی دی.

هغه لیکلي: «له زده‌کړو د افغان نجونو بې برخې کول په حقیقت کې د نجونو اسلامي، ملي او بشري حقونه تر پښو لاندې کول او له پامه غورځول دي. د حکومت په ګډون عاملین یې د مجرمینو حیثیت لري

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته وخت کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له یوې رسنۍ سره په مرکه کې خبرداری ورکړی چې له زده‌کړو  څخه د نجونو بېبرخې کول، خطرناکې پایلې لري.

حکمتیار ویلي: «د اسلام واضح ځواب دا دی چې نجونې باید له هغه حق څخه چې د خدای او دین له لوري دوی ته ورکړل شوي، بېبرخې نه شي. که دا نجونې له زده‌کړو بې برخې شي، پایلې به یې ډېرې بدې وي. هغه کورنۍ چې غواړي لوڼې یې زده‌کړې وکړي له افغانستان څخه به ووځي

په همدې حال کې د هېواد اوسېدونکي د افغان علماوو پر غونډې سختې نیوکې کوي او وایي چې د دې غونډې پایله د تمې خلاف وه اودوی له دې غونډې تمه درلوده چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستو په اړه به فتوا ورکړل شي.

یو تن هېوادوال احمد سادات په ټویټر کې لیکلي، په غونډه کې له ۴زرو څخه ډېر دیني عالمانو ګډون کړی و، خو د ښوونځیو د بېرته پرانېستو په اړه هېڅ هم نه دي ویلي.

عبيد رحيمي هم ټويټر کې ليکلي چې د نجونو ښوونځي نه دي پرانېستل شوي او پر دې سربېره، د هلکانو ښوونځي به هم پر ديني مدرسو بدل شي.

بلخوا، یوشمېر بنسټونه او سیاستوال، د علماوو پر غونډې او د هغوی پر پرېکړه‌لیک نیوکه کوي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د علماوو د غونډې ادبیات د تاوتریخوالي، جګړې او ځپلو ادبیات بولي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییس نعیم نظري سلام‌وطندار ته وویل: «د اسلامي امارت یو شمېر غړي راټول شوي او یوخارجي پریکړه‌لیک یې صادر کړی چې دغه پریکړه‌لیک په هېڅ صورت د اسلامي امارت حاکمیت ته مشروعیت نه ورکوي او نه هم اوسني بحراونه حل کولی شی

دغه راز، په تېر حکومت کې د ملي امنيت ریيس رحمت‌الله نبيل هم د دې غونډې پر پرېکړه‌ليک نيوکه کړې او ویلي، له دې پرېکړه ليک څخه ښکاري چې د افغانستان ستونزې نشي حل کولی.

د افغانستان د علماوو غونډه داسې مهال پای ته ورسېد چې تمه کېده د نجونو د ښونځیو پرانستل به د دې غونډې د اجنډا یوه برخه وي.

خو نه یوازې دا چې د ښوونځیو پرانېستل د دې غونډې په اجنډا کې نه وه، بلکې په پرېکړه‌لیک کې هم د ښوونځیو د پرانېستل کېدو په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام