د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، د ترکیې استانبول ښار کې یې د مخکېني حکومت له ځینو چارواکو، د ولسي جرګې پخوانیو غړو، د بشري حقونو فعالانو، د بانکونو خاوندانو او روځپاڼه‌لیکونکو سره لیدنه کړې ده.

وېسټ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له دغو لیدنو څخه یې موخه افغانستان کې د حل‌لارې په اړه د نظرونو اورېدل وو. هغه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید ټولو افغانانو سره د مشورې لپاره خپله کړنلاره بنسټیزه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې، افغان سیاسي څېرې چې تېره اونۍ یې ورسره لیدلي، په دې باور دي چې تاوتریخوالی د افغانانو لپاره ښه لاره نه ده او د ناورین د حل لپاره سیاسي بهیر ته لومړیتوب ورکوي او ورته لېواله دي. خو هغه ناهیلي څرګنده کړې چې دا اوس د دغسې یوه بهیر څرک نه لیدل کیږي.

وېسټ همدارنګه ویلي چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو زیاتېدو په اړه هم ټولو ورسره اندېښنې شریکې کړي دي. د هغه په وینا، هره غونډه کې ټینګار کیږي چې د منځنۍ او لېسې دورې نجونې زده‌کوونکې دې ښوونځیو ته پرېښودل شي.

هغه افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ په اړه ویلي چې په دې تړاو څېړنو او د بانک‌دارۍ په برخه کې د باور ښه‌کولو ته اړتیا ده. د هغه په وینا، اسانه حل‌لاره نه تر سترګو کیږي، خو نه‌باید اجازه ورکړل شي چې بانکونه ماتې سره مخ شي.

د یادونې ده چې دې وروستیو کې یوشمېر افغان سیاستوال د ترکیې انقرې ښار کې د «افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا» تر نوم لاندې راټول شول، ترڅو د افغانستان وضعیت په اړه پرېکړه ونیسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغې شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اسلامي امارت پر وړاندې مقاومت مشروع وباله او ویې ویل، د اسلامي امارت حکومت به د بشري حقونو د وضعیت خرابېدو، د مخدره توکو د قاچاق او د کډوالۍ بهیر پراخېدو او د ترهګرو ډلو پر خوندي ځایونو د افغانستان بدلېدو لامل شي. د خبرپاڼې یوه برخه کې اسلامي امارت څخه هم غوښتل شوي، چې د افغانستان د شخړې هواري لپاره هغوی سره خبرو ته حاضر شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ترکیه کې د دغې غونډې په اړه سلام‌وطندار ته وویل، که دغه غونډې د سولې لپاره ووسي ورڅخه هرکلی کوي، خو که د افغانستان بې‌ثباتۍ لپاره وي ورسره به مقابله وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام