په دوحه کې د اسلامي امارت او د امریکا پلاویو ترمنځ د دوه ورځنيو خبرو په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې له افغانستان سره به د امریکا بشري مرستې روانې وي.

په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند  محمد نعیم نن په خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي چې د دغو خبرو په لړ کې امریکا ژمنه کړې چې د بشري مرستو نورو بنسټونو ته به هم د  مرستې په رسولو کې اسانتیاوې برابروي. د نوموړي په وینا، په دغه لیدنه کې ټينګار شوی چې له بشري مرستو به د سیاسي فشار په توګه کار نه اخیستل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د اسلامي امارت چارواکو په دغو خبرو کې ټينګار کړی چې اړمنو او مستحقو کسانو ته به په رڼه توګه د مرستو په رسولو کې له خبریه بنسټونو سره همکاري وکړي. له دې وړاندې امریکا ویلي وو چې خپلو بشري مرستو ته به دوام ورکوي، خو دغه کار به د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له لارې ونه کړي.

په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند همداراز زیاته کړې چې دوی به بهرنیو وګړو ته په افغانستان کې د تګ راتګ په برخه کې هم اسانتیاوې برابرې کړي. د هغه په خبره، د دغو خبرو په لړ کې هڅه شوې چې د دواړو لوریو ډیپلوماتیکې اړیکې بېرته ښه حالت ته وګرځول شي او ټينګار شوی چې دغه راز لیدنې دې په راتلونکي کې هم ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت که څه هم د بحث وړ مسایل یاد کړي، خو د ځانګړو مسایلو پر سر د هوکړې په اړه یې څه نه دي ویلي. یاد وزارت د خپل ویاند نډ پرایس له خولې ویلي چې د دغې لیدنې په لړ کې امریکايي پلاوي د ترهګرۍ په اړه اندېښنو او له افغانستان څخه په خوندي توګه د بهرنیو وګړو په اېستلو تمرکز کړی.

نډ پرایس زیاته کړې چې د مېرمنو او نجونو د بشرحقونو او په ټولنه کې د معنی‌لرونکي ګډون او په مستقیمه توګه د امریکا د بشري مرستو د رسونې په اړه بحث او خبرې شوې دي. نوموړي دغه خبرې «صادقانه» او «مسلکي» بللي او ویلي یې دي چې امریکا د طالبانو پر وړاندې د خبرو پر بنسټ نه، بلکې د دوی د کړنو له مخې، قضاوت کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دواړو لوریو ترمنځ دغه خبرې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنې دوحه کې پیل شوې چې دوه ورځې یې دوام وکړ. د کابل له سقوط وروسته د لومړی ځل دی چې امریکا او طالبان سره مخامخ خبرو ته کيني.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام