اسلامي امارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نړیوال هېوادونه او سازمانونه دې له افغانستان سره خپلې مرستې د سیاسي فشار په توګه نه کاروي.

په خبرپاڼه کې له افغانستان سره له مرسته‌‌کوونکو بنسټونو، ملګرو ملتونو او بډایه هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې د شته ننګونو د له‌منځه وړلو لپاره دې په رښتینې توګه همکاري وکړي او خپلې مرستې دې د سیاسي فشار په توګه نه کاروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال په دغه خبرپاڼه کې د دوحې هوکړې پر بنسټ، د امریکا وتل مهم ګام بلل شوی او ویل شوي چې دغه وتل هغو کسانو ته روښانه پیغام دی چې غواړي پر افغانستان برید وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ هېوادونو له دې امله له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي چې ګواکې د دوی په وینا، اسلامي امارت په خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام