Asset 1SWN

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو سره د طالبانو د واکمنېدو احتمال

231c7e68-2ab8-47d6-bd6d-4b6ecde33c7a-p4rus40e5jm8r5w6t34c47q8vgm71tqx7y6l1v2mx4

د امريکا استخباراتي ادارې وايي که چېرې له افغانستانه امريکايي سرتېري ووځي، ښايي په دې خاوره طالبان واکمن شي. د امريکا استخباراتي ادارو جوبایډن ادارې ته خبرداری ورکړی که امریکايي ځواکونه افغانستان کې د دواړو لوريو ( افغان دولت او طالبانو) ترمنځ د واک د شریکېدو تر هوکړې وړاندې ووځي، ښايي طالبان له ۲ تر ۳ کلونو پورې پر افغانستان واکمن شي.

امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته يوې سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط  ويلي، که چېرې طالبان پر افغانستان واکمن شي نو د القاعدې شبکې د بيا جوړېدو ته لار هوارېږي.

له دې وړاندې  د امريکا ولسمشر جوبايډن په يوه خبري غونډه کې ویلي و چې پر ټاکلې موده له افغانستانه د امریکايي ځواکونو را وتل سخت دي. نوموړي که څه هم ویلي چې امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې ډېره موده تېره نه کړي، خو ټینګار یې کړی چې په خوندي او منظم ډول به را ووځي.

د قطر په دوحه کې په ۱۳۹۸ کال کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې بايد د روان ميلادي کال مې مياشت کې له افغانستانه ټول بهرني سرتېري ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې المان وويل، د المان پارلمان د دغه هېواد د دولت هغه طرحه تایید کړه چې له مخې به یې الماني ځواکونه ۱۰ میاشتې نور هم په افغانستان کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکوي.

دغه پارلمان وړمه ورځ د یوې نوې طرحې په تایید سره خپل پوځ ته اجازه ورکړه چې د ناټو د یوې برخې په توګه خپل ۱۳۰۰ سرتېري د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جنوري میاشتې له ۳۱مې پورې په افغانستان کې وساتي.

الماني ځواکونه

المان د ناټو لومړنی غړی دی چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموریت غځوي. دغه هېواد خبرداری ورکړی چې له افغانستانه په بیړه د ناټو ځواکونو وتل به د سولې خبرې اترې له ګواښ سره مخامخ کړي.

په ورته وخت کې طالبانو تېره ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، که د دوحې تړون له مخې ټاکلې نېټه کې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه و نه وځي، دوی به یې پر وړاندې وسله والې جګړې ته دوام ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام