امريکايي جمهوري غوښتونکي سناتور لیندسي گراهام ويلي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به امريکايي سرتېري په ټاکل شوې موده « د روان ميلادي کال مې مياشت» کې له افغانستانه ونه وځي.
گراهام له «سيبياېس» خبري شبکې سره په خبرو کې ويلي، هغه څه چې د بايډن دولت يې د افغانستان په اړه وړاندې کوي، خوښ دی او هرکلی يې کوي.
نوموړي ويلي: «هغه وخت به له افغانستانه ووځو چې شرایط چمتو شي. طالبانو سرغړونه کړې. هغوی د هوکړې له مخې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.»
دغه سناتور زياته کړې، که امریکایي ځواکونه د شرایطو تر برابرېدو مخکې افغانستان څخه وځي، نو ښايي چې داعش ډله او طالبان بېرته را وګرځي او د مېرمنو وضعيت به هم ډېر خراب شي او همداراز به افغانستان کې سختې جګړې پيل کړي.
ګراهام د افغانستان د مطالعې ډلې موندنو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، دغې ډلې ښې پايلو ترلاسه کړي.
د افغانستان د مطالعې ډلې « افغانستان کې سولې ته د رسېدو لار» تر سرليک لاندې په يوه راپور کې ويلي چې د امريکايي سرتېرو نامسووله وتل به کورنۍ جګړې ته لار هواره کړي.
په دغه راپور کې د امريکا له نوي دولته غوښتل شوي چې له افغانستانه د امريکايي سرتېرو ايستل دې په کراره کړي او د «مې» مياشتې ضربالاجل دې لرې کړي.