په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند رییس محمد محقق وايي، نړیواله ټولنه باید اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل شي.

نوموړي دا څرګندونې نن د ۳۰۳ پامیر زون پخواني قوماندان داوود داوود او د تخار د امنیه قوماندان شاه‌جهان نوري د لسم تلین په نمانځغونډه کې وکړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

محقق له نړیوالې ټولنې وغوښتل، څو «د هغو کسانو په نرمو نرمو خبرو ونه غولېږي چې اوس یې څېره بدله کړې ده.» د هغه په وینا، د نړۍ محاسبه باید دا وي چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي.



د ولسمشر سلاکار وویل چې د جګړې شعار نه ورکوي او سولې ته چمتووالی لري، خو څو ځله یې ویلي چې طالبان سولې ته لېوالتیا نه لري. محقق وايي، په وروستیو دوو کلونو کې یې پرېکړه کړې، که سوله را نه شي او جګړه دوام ومومي، د دولت او افغان ځواکونو ترڅنګ به ودرېږي او د خلکو دفاع به وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

محمد محقق طالبانو ته په خطاب کې وویل چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره دې دا فکر نه کوي چې قضیه به د دوی په ګټه تمامېږي؛ ځکه په خبره یې، خلک به د طالبانو پر وړاندې ودرېږي او د افغانستان بیرغ به همداسې دنګ وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ له پیل سره هم‌مهاله په هېواد کې جګړې زور اخیستی او له کبله یې هره ورځ لسګونه افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام