نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د اسیا زړه هېوادونو-استانبول پروسې ګډه غونډه جوړه شوه. ‎په دې غونډه کې د افغانستان او تاجکستان ولسمشرانو او د ایران، پاکستان، هند او یوشمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.

ولسمشر محمداشرف غني یادې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، په افغانستان کې د ترهګرۍ نوې څپه اوج ته رسېدلې او له کبله یې هره ورځ ملکیان او پوځيان وژل کېږي.

ولسمشر دغه راز ویلي چې افغانستان به په ۲۰۲۲ کال کې د اسیا زړه هېوادونو-‌استانبول پروسې د لسمې غونډې کوربه‌توب وکړي او په خبره یې، د دې پروسې د غړیو هېوادونو ترمنځ باید په بېلابېلو برخو کې هراړخیزه همکاري زیاته شي.

محمداشرف غني وویل، د سیمې هېوادونو امنیت له افغان سولې او امنیت سره تړلی او په وینا یې، افغانستان کې د سولې راتلل یې یوازې غوښتنه نه، بلکې یوه اړتیا ده. هغه په افغانستان کې اوربند ته په اشارې وویل، که د سولې خبرو په لړ کې اوربند ومنل شي، نړیواله ټولنه یې باید د عملي کېدو څرنګوالی وڅارل شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د سولې سند باید د لویې جرګې له لوري تایید شي او نړیواله ټولنه باید د اوربند څارنې او د سولې ضمانت مسوولیت پر غاړه واخلي.

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان په دې غونډه کې د وینا پر مهال له افغانستان سره د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. نوموړي وویل، په راتلونکي کال کې به یې له افغانستان سره راکړه ورکړه د تېر هغه په پرتله دوه برابره زیاته او په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او نورو برخو کې به هم د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ډېرې شي.

هغه د اسیا زړه هېوادونو-استانبول پروسې د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې راتلو او نورو برخو کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

امام‌علي رحمان وویل، د مرکزي اسیا امنیت د افغانستان له سولې او ثبات سره تړلی او په وینا یې، تاجکستان په دغه هېواد کې د اوسني نظام د ملاتړ تر څنګ، د سولې او ثبات راتلو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د یادونې ده چې د اسیا زړه هېوادونو-استانبول پروسې غونډه په لومړي ځل په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شوه او اوس یې د سیمې ۱۴ هېوادونه غړیتوب لري.

ټاکل شوې د دې غونډې په پای کې د ۱۴ غړیو هېوادونو له لوري د افغانستان او سیمې د وضعیت په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام