د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، هغه ګونګوسې ناسمې دي چې ګواکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به وسله‌وال طالبان په چټګې سره پرمختګ وکړي او کابل به تر خپلې ولکې لاندې راولي.

زلمي خلیلزاد چې د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو کمېتې ته خبرې کولې وویل، دا تېروتنه ده چې افغان ځواکونه تیت او پرک کېږي او لنډ وخت کې به واک طالبانو ته ورسېږي.

په دې ناسته کې د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې غړو تر راتلونکي سپټمبر میاشتې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د اېستلو په اړه د ولسمشر جوبایډن پر پرېکړې خپله اندېښنه وښوده او ویې ویل چې دا وتل به د کورنۍ جګړې او ګډوډۍ سبب شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وایي چې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان جګړې او د جګړې له لارې واک ته د رسېدو لپاره هېڅ دلیل نه لري. د هغه په وینا، طالبان یو داسې سیاسي هوکړه غواړي چې له مخې یې هغوی ته په نړیواله کچه مشروعیت ورکړل شي او د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا پرې لګول شوي بندیزونه لرې شي.

 خلیلزاد ټینګار وکړ، که طالبان د جګړې له لارې واک ته د رسېدو لار غوره کړي نو له ناوړه پایلو سره به مخامخ شي. هغه وایي دغه ډله له دوو جلا جلا غوراویو سره مخ ده، لومړی دا چې هغوی به د خبرو اترو سره د سولې لار غوره کوي او اورپکي به په سیاسي تحریک بدلولی او په دې توګه به د هغې ټولنې برخه شي چې په نړیواله کچه یې درناوی کېږي.

له کلونو راهیسې د طالبانو مشران د ملګرو ملتونو او د دې ادارې د یو‌شمېر بنسټونو له لوري تر بندېزونو لاندې دي. د ملګرو ملتونو د بندېزونو کمیټه له ۱۹۸۸ کال راپدېخوا پر طالبانو د دې شورا له بندېزونو څارنه کوي. د دې کمیټې مشري هند کوي او ناروې، اېرلنډ، کینیا او مکسیکو هېوادونه یې غړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې پر اساس، طالبانو په وار وار د بندېزونو د لرې کولو غوښتنه کړې. خو افغان دولت له دې وړاندې ویلي و چې د ملګرو ملتوونو د امنیت شورا له لوري پر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د لګول شویو بندیزونو په اړه له یو‌شمېر هېوادونو په ځانګړي توګه له هند سره چې د دې شورا د بندیزونو د کمیټې مشري هم لري، په خبرو اترو بوخت دي.



په ورته مهال پرون د بهرنیو چارو وزیر محمد‌حنیف اتمر په یوې خبرې غونډه کې وویل، له سولې او اوربند پرته به د طالب ډلې پر مشرانو د لګېدلو بندېزونو د له منځه تلو په اړه له امنیت شورا سره هېڅ راز خبرې ونه کړي.

د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم په دې وروستیو کې ویلي چې له هرې ممکنې لارې په ځانګړي توګه د امنیت شورا د بدېزونو له لارې به پر طالبانو فشار زیات کړي، څو دغه ډله اړ کړي چې سولې ته غاړه کېږدي.

په ورته مهال خلیلزاد ټينګار کوي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو لړۍ په سمه توګه روانه ده او د دغه هېواد له ګاونډیانو سره د یوې داسې هوکړې ته د رسېدو په هڅه کې دي چې د امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې ځانګړي ځواکونه څنګه په دغو هېوادو کې ځای پر ځای کړي، څو په راتلونکي کې له دغه هېواده امریکا ته د ګواښ په صورت کې عملیات وکولا شي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکون د وتلو لړۍ د روان ۲۰۲۱کال د مې میاشتې له لومړۍ نیټې پیل شوې او د روان کال تر سپټمبر پورې به بشپړه شي. تراوسه د کندهار د هوایي ډګر سربېره، دوه د امریکایانو او یوه د الماني ځواکونو اډې افغان لوري ته سپارلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام