د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په قطر کې د طالب ډلې له سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر او د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي له یوشمېر غړیو سره لیدلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمدنعیم نن پر خپل ټویټر لیکلي چې خلیلزاد پرون ماسپښین له ملابرادر سره لیدلي دي. د نوموړي په وینا، دواړو لوریو د افغانستان پر اوسني وضعیت، د سولې روانې پروسې او نورو اړوندو مسایلو خبرې اترې کړې دي.

په همدې حال کې د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي هم نن په یوه ټویټ کې لیکلي چې د دغه پلاوي غړیو له زلمي خلیلزاد سره د افغان سولې خبرواترو پر پروسې بحث او خبرې کړې دي.

دغه پلاوي زیاته کړې چې خلیلزاد د افغان سولې پروسې د چټکتیا په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو د اقداماتو یادولو تر څنګ، یو ځل بیا د افغان دولت او خلکو د ملاتړ دوام په اړه ډاډ ورکړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي داسې مهال په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو له مرکچيانو سره لیدلي چې له څه مودې راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې خبرې اترې درېدلي دي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې په دوحه کې د سولې خبرواترو د چټکتیا لپاره د اپرېل په ۲۴مه د ترکیې، ملګرو ملتونو او قطر په کوربه‌توب د استانبول غونډه جوړه شي، خو د طالب ډلې د نه ګډون له کبله دا غونډه تر اختر پورې ځنډېدلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام