د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد کانګرېس ته په خپله لومړنۍ وینا کې یو ځل بیا د افغانستان جګړې پر پای ته رسولو ټينګار کړی او ويلي یې دي چې امریکایي سرتېري باید له افغانستانه راووځي.

ولسمشر بایډن پرون شپه د امریکا کانگرېس ته په خپلو خبرو کې وویل چې هېواد یې په افغانستان کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسولې او په وینا یې، افغانستان کې هغه نظامیان هم شته چې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر د ۱۱مې له بريدونو وروسته زېږېدلي دي.

بایډن ټينګار کوي چې امریکایي سرتېرو د القاعده شبکې پخوانی رهبر اسامه بن لادن وژلی او په افغانستان کې یې د دغې ډلې ترهګریز ګواښونه را کم کړي دي. د امریکا د ولسمشر جو بایډن په خبره، د ترهګرۍ پر وړاندې د ۲۰ کلونو قربانۍ له ورکړې وروسته اوس د دې وخت را رسېدلی چې امریکایي سرتېري خپلو کورونو ته ستانه شي.

جو بایډن د نانسي پلوسي او کامالا هرېس مخې ته د خبرو پر مهال

جو بایډن د خپلو خبرو پر مهال ټينګار وکړ چې د ترهګرۍ ګواښ اوس د افغانستان په ګډون، پراخ شوی او په خبره یې، امریکا د دې وړتیا او ځواک لري چې دغه هېواد ته متوجې د ټولو ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې اقدام وکړي او پر وړاندې یې ودرېږي.

له دې سره جو بایډن د وري میاشتې ۲۵مه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهال‌وېش نېټه اعلان کړه. د دغه مهال‌وېش پر بنسټ، د سپټمبر په ۱۱مه به ټول امریکایي نظامیان له افغانستانه ووځي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې د ۱۱مې بریدونو له۲۰مې کلیزې سره هم‌مهاله ترسره کېږي.

په همدې حال کې د ناټو سرمنشي ینس‌سټولټنبرګ هم ویلي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل به د روان زېږدیز کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د څو میاشتو په ترڅ کې به دغه بهیر بشپړ شي.

نوموړي ټينګار کړی چې ناټو او امریکا به په ګډه له افغانستانه ووځي. له دې سره هم‌هماله د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې د امریکايي سرتېرو د وتلو بهیر د خوندیتوب په موخه یې افغانستان ته ۶۵۰ تازه دمي سرتېري استولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام