په واشنګټن کې افغان سفارت ویلي چې د افغانستان اړوند ۳۳ تاریخي اثار ورته سپارل شوي دي.
د دغه سفارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې یاد اثار پرون د امریکا د «نیویارک سیمې» د څارنوالي په دفتر کې افغان سفیرې رویا رحماني ته سپارل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو تاریخي اثارو مخینه له دویمې تر اتمې پېړۍ پورې رسېږي او د افغانستان د بډایه کلتور او تاریخ ښکارندويي کوي. په امریکا کې افغان سفارت ویلي چې ډېر ژر به یاد تاریخي اثار هېواد ته ولېږدوي او هلته به ملي موزیم ته وسپارل شي.
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د «نیویارک سیمې» له څارنوالي او د امریکا د کورني امنیت وزارت څخه د افغانستان د تاریخي اثارو د کشف او نیولو او بېرته یې سپارلو له کبله مننه کړې ده.