د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت جوړ نندارتون ته د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي د لمړي ځل لپاره په لوګر ولایت کې د نقاشۍ او رسامۍ د نندارتون جوړېدل یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او ويې ویل، د داسې نندارتونونو له لارې به نقاشان او رسامان لا وهڅول شي، څو په خپل لاس نقاشي شوې تابلوګانې او انځورونه د پلور په موخه نندارې ته وړاندې کړي.

د لوګر والي ددې ولایت نقاشانو، رسامانو او هنرمندانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی په لاس جوړ شوي انځورونه او تابلو ګانې به د افغانستان نورو ولایتونو ته د نندارې او پلور لپاره واستوي.

د لوګر ولایت د اطلاعاتو کلتور رئیس عبدالرحمن تسل وايي، چې لوګر ولایت کې د تیرو څو کلونو په پرتله د نقاشۍ او رسامۍ برخې د پام وړ پرمختګ کړی دی او لاهم په دغه برخه کې پرمختګ ته اړتیا لیدل کیږي.

ښاغلي تسل وايي، چې له دغه نندارتون څخه موخه داده چې د لوګر ولایت هنرمندان، نقاشان، رسامان او فرهنګیان په یو ټغر را ټول او د دوي په لاس او په فکر جوړ شوي تاریخي اثار، تابلوګانې او انځورونه نندارې ته وړاندې کړي.

په لوګر ولایت کې د نندارتون ګډونوال او نقاشان د داسې نندارتونونو جوړول یو ښه ګام بولي او زیاتوي چې تر ډیره پورې په لوګر ولایت کې نقاشي او رسامي له پامه غورځیدلې ده او ګڼ شمیر کسانو دا چاره پریښي ده.

دوي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې له نقاشانو او انځور ګرانو سره مرستې وکړي، څو وکولای شي چې د خپلې ټولنې روان وضعیت د نقاشۍ او رسامۍ له لارې په مبارزې سره کابو کړي.

لوګر ولایت د افغانستان یو له ناامنه ولایتونو څخه ګڼل کیږي چې هره ورځ ورڅخه د ناامنیو راپورونه خپریږي خو دا لمړی ځل ده چې ددې ولایت په مرکز پل علم ښار کې د یوه فرهنګي نندارتون له لارې لسګونه تاریخي اثار، تابلوګانې او انځورونه نندارې ته وړاندې شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام