لوګر کې لمړي ځل لپاره د نقاشۍ او رسامۍ نندارتون جوړ شو

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت جوړ نندارتون ته د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي د لمړي ځل لپاره په لوګر ولایت کې د نقاشۍ او رسامۍ د نندارتون جوړېدل یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او ويې ویل، د داسې نندارتونونو له لارې به نقاشان او رسامان لا وهڅول شي، څو په خپل لاس نقاشي شوې تابلوګانې او انځورونه د پلور په موخه نندارې ته وړاندې کړي.