افغان سوداګرو او پانګهوالو نن په کابل کې د سوداګرۍ او صنایعو او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو په همکاري د اقتصادي بهیر د پیاوړتیا دیارلسم نړیوال نندارتون جوړ کړ.
د سوداګرو او پانګهوالو ټولنې حقوقي سلاکار محمدعاطف داعي وايي، د دغه نندارتون د جوړېدو موخه یې کورنیو محصولاتو، لاسي صنایعو او تولیداتو ته ښه بازارموندنه ده.
په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي افغان سوداګرو او پانګهوالو ته ډاډ ورکوي، که غواړي له هېواده بهر هم د افغاني محصولاتو او تولیداتو لپاره نندارتونونه جوړ کړي، دغه وزارت به یې د اسانتیاوو برابرولو برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلهخوا د دغه نندارتون ګډونوال سیدحفیظالله سعیدي او فروزان کوهستاني د کورنیو محصولاتو او د ښځو لاسي صنایعو د پېژندنې او ملاتړ په برخه کې د ورته نندارتونونو جوړېدل ګټور بولي.
دوی وايي: «زه د وطني مستو د خرڅلاو برخه کې کار کوم او زموږ د بازارموندنې لپاره د دا ډول نندارتونونو جوړېدل مهم دي.»
«نن نندارې ته د ښځو د لاسي صنایعو د کېښودو لومړۍ ورځ ده او ښځې کولای شي ورشي، د ښځو لاسي صنایع وپېري او دې برخه کې د ښځو له نوښتونو خبرې شي.»
د سوداګرو او پانګهوالو ټولنې د مسوولانو په وینا، په دغه نندارتون کې څه باندې ۱۰۰ غرفې چې ۵۰ یې ښځو ته ځانګړې شوي، ايښودل شوي او درې ورځې به د نندارچیانو پر مخ پرانېستې وي.