خوست کې نن د افغانستان پرمختیايي او مسلکي موسسې له‌خوا د لاسي صنایعو ننداراتون جوړ شوی و چې په‌کې د نارینو ترڅنګ ښځو هم خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړې وې.

د خوست محلي چارواکي وايي چې د افغانستان پرمختیايي او مسلکي موسسې له‌خوا په دې ولایت کې ۵۰۰ ښځینه او نارینه زده‌کوونکو ته حرفوي زده کړې ورکړې چې نن یې د فراغت پرمهال په خپلو لاسونو جوړ توکي نندارې ته هم وړاندې کړي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه مېرمنې چې دې نندارتون کې یې خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي وايي، د لاسي صنایعو په بېلابېلو برخو کې یې مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړي او کولای شي، بېلابېل لاسي توکې جوړ او د خرڅلاو لپاره یې بازار ته وړاندې کړي.

دغه خوستۍ مېرمنې له اسلامي امارت غواړي چې یاد ولایت کې د لاسي صنایعو د خرڅلاو لپاره د بازار موندنې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د نندارتون ګډونواله رقیبه وايي: «د خیاطۍ په کورس کې وم، زموږ په ژوند کې یې ډېر بدلون راوستی، اوس کولای شم خپله کار وکړم او کورنۍ ته مې نفقه پیدا کړم او خپلې تولنې ته به خدمت کوم او راتلونکې کې به له دې لارې عاید ترلاسه کوم.»

خوست کې د افغانستان د پرمختیايي او مسلکي موسسې مسوولان وايي چې په دې ولایت کې یې د ۵۰۰ په شاوخوا کې ښځینه او نارینو ته د لاسي صنایع په برخه کې شپږ میاشتنۍ زده‌کړې ورکړې دي.

د دوی په وینا، یادو زده‌کوونکو ته یې په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده‌کړې ورکړي چې په دې سره به یې د کورنۍ اقتصاد ښه شي.

د خوست محلي مسوولان هم د افغانستان د پرمختیايي او مسلکي موسسې کړنې ستایي او زیاتوي چې د یادو کسانو د لاسي صنایعو د خرڅلاو لپاره به د بازار موندنې په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خوست د اقتصاد ریاست د مسوولانو په وینا، په خوست ښار کې یې خپل کسان ګومارلي چې د لاسي صنایع د خرڅلاو لپاره کار وکړي او کورني تولیدات ورسره وده وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام