د سمنګان امنیه قومندان مولوي حبیب‌الله حماس په دغه ولایت کې د «نامشروع کړنو» په تور د درېوو ښځو  او یوه سړي  د نیولو خبر ورکوي.

حماس ویلي، یاد کسان یې پنج‌شنبه شپه د یاد ولایت مرکز د ایبک ښار په زړه سیمه کې هغه مهال ونیول چې په یوه کور کې پر نڅا او د شرابو په څښلو بوخت وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د نیولو شویو ښځو په ډله یې دوه د بلخ ولایت اوسېدونکي دي او تازه له ایران څخه ستنې شوې وې. د سمنګان ولایت امنیه قومندان زیاتوي چې دغه کسان د یاد ولایت مرکزي زندان ته لېږدول شوي او ترې څېړنې او ګروېګنې روانې دي.

بل‌خوا حماس ویلي چې نیول شوي کس به د یادې ښځو په مرسته ځوانانو ته د پیسو په بدل کې محفلیونه نیول.

په ورته مهال په ایبک ښار کې یو‌شمېر سرچینې وايي چې اسلامي امارت له دغه کور څخه درې ماشومان هم له ځان سره بېولي چې اوس له دوی سره بندیان دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ویل کېږي چې د دغو ماشومانو له ډلې دوه یې په پټه د یادو ښځو له لوري دغه ولایت ته راوړل شوي وو. د سمنګان د امنیه قومنداني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام