شنونکي: القاعده د افغانستان او نړۍ لپاره ستر ګواښ دی

افغانستان کې د القاعدې شبکې د فعالیت پراخېدو په تړاو د اندېښنو په دوام، سیاسي کارپوهان وايي، القاعده شبکه په افغانستان کې د خپل حضور پیاوړي کولو هڅه کوي چې د افغانستان او نړۍ د ثبات پر وړاندې ستر ګواښ دی. دوی زیاتوي چې القاعده شبکه افغانستان کې د بیا احیا هڅه کوي او غواړي د خپلو غړو شمېر زیات کړي.

نیمروز کې د لاسي صنایعو د کارخونو تړل‌کېدو سره ګڼ‌شمېر ښځې وزګاره شوي

عایشه دُرانۍ نیمرزو کې یوه له هغو ښځو څخه ده چې کلونه یې دغه ولایت کې د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې کار کړی. نوموړې وايي، څه باندې څلور میاشتې کېږي چې د سیاسي بدلونونو او د ښځو لاسي صنایعو څخه د نه ملاتړ له امله وزګاره او په کور شوې ده.

نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه ۲۸۰ میلیونه ډالر ازاد کړل

د نړیوال بانک مرستندویو هېوادونو پرېکړه کړې چې د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه به ۲۸۰ میلیونه ډالره په دغه هېواد کې له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دوو مرسته‌ کوونکو بنسټونو ته ورکړل شي. ازاد شوي ۲۸۰ میلیونه ډالر د افغانستان د وجهي صندوق د کنګل شویو پیسو یوه برخه ده او تر یوې میاشتې به افغانستان ته راورسېږي.

سمنګانو کې د «نامشروع کړنو» په تور درې ښځې او یو سړی نیول شوي

د سمنګان امنیه قومندان مولوي حبیب‌الله حماس په دغه ولایت کې د «نامشروع کړنو» په تور د درېوو ښځو او یوه سړي د نیولو خبر ورکوي. حماس ویلي، یاد کسان یې پنج‌شنبه شپه د یاد ولایت مرکز د ایبک ښار په زړه سیمه کې هغه مهال ونیول چې په یوه کور کې پر نڅا او د شرابو په څښلو بوخت وو.