ننګرهار کې د بېلابېلو توکو جوړولو لسګونه تولیدي فابریکې فعاله دي چې په تېرو څلورو میاشتو کې دغه ولایت څخه د شوکاڼي، غالۍ، د چرګانو د خوراک دانې او د ځینې نورو توکو صادرات ۴۰ سلنه زیات شوي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو مشر شاکر ساپی وایي، دغه ولایت څخه بهر ته د صادراتو له درکه یوازې تېره یوه میاشت کې څه باندې ۲۸ میلیونه ډالره عاید راټول شوي. هغه د صادراتو د کچې لوړېدو لامل په کور دننه د تولید شویو توکو د قاچاق مخنیوی بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وایي، هڅه کوي د صادراتو کچه نوره هم لوړه کړې؛ خو مسوولینو څخه غواړي چې د صنعت پر وړاندې د شته ستونزو د حل لپاره اقدامات وکړي.

نوموړي وویل: «تېرو ۴ میاشتو کې، چې ننګرهار څخه کوم صادارت شوي، ۴۰ سنله زیاتوالی راغلی، خوشبخاته هغه توکي، چې په تېر کې په قاچاقي ډول وړل کېده د اسلامي امارت د واکمنېدو وروسته یې اوس مخنیوی شوی او ټول په یوه میکانیزم بهر ته صادریږي. پدې اساس د صادراتو کچه زیاتوالی راغلی.»

د ننګرهار د صنعت‌کارانو ټولنې مشر تور ملنګ وایي، د فابریکو فعالیت او د صادراتو زیاتېدو سره زرګونه کسانو ته کاري فرصت هم برابر شوی.

نوموړی زیاتوي چې حکومت دې ورسره مرسته وکړي، څو له دې لارې تر یوه ځایه کورنی اقتصاد په پښو ودرول شي. د هغه په وینا، ننګرهار کې د صادارتو د کچې لوړېدل، د دې لامل شوي چې د افغانستان صادرات تر بل هر وخت خپلې لوړې کچې ته ورسېږي.

د ننګرهار یو‌شمېر اوسېدونکي سره له دې چې روانو حالاتو کې بهر ته د صادراتو زیاتېدو څخه خوښي ښيي، خو غوښتنه کوي چې ډېرې اسانتیاوې باید برابر شي، څو تولیدات تر دې لوړې کچې ته ورسېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پوره خامو موادو نشتون، د برښنا پرچاوي او نړیوالو بازارنو سره د افغان سواګرو د اړیکو کموالی، هغه ستونزې ګنل کېږي چې د افغان توکو د تولید او خرڅلاو پر وړاندې خنډ دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام