د افغانستان غالۍ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د پلور ښه بازار لري، خو اوس یې بهر ته صادرات بند شوي دي. د غالیو د صادراتو ټولنې د اټکل مدیر عبدالودود خان وايي، د اسلامي امارت په راتلو سره د غالیو صادرات په ټپه ولاړ دي او په کور دننه یې هم په پلور کې کموالی راغلی.

نوموړی وایي، د پخواني حکومت په وروستۍ میاشت کې یې د ځمکې له لارې څه باندې ۷۴۰۰۰ متره مربع او د هوایي دهلیز له لارې هم تر ۱۰۰۰۰ متره مربع غالۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادرې کړې وې، خو اوس دغه بهیر په ټپه ولاړ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، وړاندې امریکايي او اروپايي هېوادونو ته له هېواد څخه د غالیو د لېږد بهیر ښه وو، خو د اسلامي امارت په راتلو سره چې نږدې دوه میاشتې کېږي، دغو هېوادو ته د غالیو د لېږد چارې په ټپه ولاړې دي.

د غالیو د صادراتو ټولنې مسوولان زیاتوي، پخوا یې د نړۍ شاوخوا ۱۸ هېوادونو ته د غالیو صادرات درلودل چې په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله، اوس دغه بهیر په ټپه ولاړ دی.

د کابل ښار یو‌شمېر غالۍ پلورونکي هم وایي، کارونه یې په ټپه ولاړ دي او ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا، نه یوازې بهرنیو هېوادونو ته د غالیو صادرات بند دي، بلکې په کور دننه یې هم پلورل کم شوي دی.

سره له دې چې بهرنیو هېوادونو ته د غالیو صادرات د افغانستان د صادراتي توکو مهمه برخه جوړوي، په هېواد دننه هم ګڼ‌شمېر مېرمنې او نارینه د غالیو د تولید په برخه کې کار کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پخوا چې د افغانستان غالۍ نورو هېوادونو ته صادرېدې، داسې اندېښنې موجودې وې چې ګواکې پاکستاني سوداګر نړیوالو بازارونو ته د افغانستان غالۍ، د پاکستان د تولیداتو په نوم صادروي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام