د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په بره‌کي څلولارې کې پرونۍ خونړۍ چاودنې د خلکو توند پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د ټولنیزو رسنیو ګڼ‌شمېر کاروونکو د قربانیانو پر وینو لړلیو جسدونو او ویډیوګانو په خپرولو سره چې ماشومان په‌کې د «مورې پورته شه!» نارې وهي، دا پېښه د اسلام او انسانیت خلاف بولي.

دغه راز، پر ټویټر هم د کابل د دې پېښې او وروستیو جنایتونو د غندلو لپاره د «#مورې پورته شه!» هشټګ په کارولو سره کمپاین پیل شوی دی.

د ټویټر یوه کاروونکي امان افغان د دغه هشټګ په خپرولو سره ویلي چې نړۍ باید د ملکیانو پر وړاندې د طالبانو د دا ډول له وحشته ډک او بې‌رحمانه فعالیتونو پر وړاندې ودرېږي.

د ټویټر یوه بل کارکوونکي عمران‌خان صدیق بیا داسې لیکلي: «ولې ملت د طالبانو پر وړاندې نه راټولېږي، څو وښيي چې هغوی د افغانستان اصلي دښمنان دي او هېڅوک یې په دې خاوره کې نه غواړي.»

یوشمېر اوسنیو او مخکینیو حکومتي چارواکو هم دا پېښه په سختو ټکو غندلې او ژرترژره یې د دا ډول خونړیو پېښو د درېدو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د دې پېښې د قربانیانو کورنۍ د خلکو د امنیت ټینګښت په برخه کې حکومت ناکام بولي او وايي، هېڅوک نشته چې غږ یې واوري.

د اووه کلن سهراب ورور زبید چې د پېښې په سیمه کې یې خلکو ته دود کاوه او په چاودنه کې ووژل شو، وايي چې ورور یې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره له کوره را وتلی و، خو بېرته ور ونه ګرځېده.

زبید وايي: «مازدیګر و چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره له کوره را وتلی و، خو له بده مرغه ځان حق ته وسپاره. په څټ کې پر چره لګېدلی و، د غاړې رګونه یې پرې شوي وو او روغتون ته تر رسېدو پورې یې ژوند له لاسه ورکړ. هر څوک د خپل جیب په فکر کې دی. که څوک سل سلنه خدمت وکړي، نه به ځانمرګی وي او نه بل څه.»

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي چې په یاده چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. هغه وايي، د پېښې د عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره یې څېړنې او هڅې روانې دي.

کابل په دې وروستیو کې د امنیتي پېښو ډېروالي شاهد دی او تر اوسه هېڅ وسله‌والې ډلې تر اوسه د دغو پېښو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. خو د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې طالب ډله د دغو بریدونو او چاودنو مسووله ده.

که څه هم طالب ډلې په دې چاودنه کې لاس لرل رد کړي، خو صالح وايي چې پاکستان تازه طالبانو ته داسې برمې ورکړي چې په پنځو دقیقو کې کولای شي د ماین اېښودلو لپاره سړک وکني او هغه ماینونه چې د سړک په رنګ دي، په‌کې ځای پر ځای کړي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال په وینا، پرونۍ چاودنه هم همداسې شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام