Asset 1SWN

سلام وطندار

عامې روغتیا وزارت ۱۷ ولايتونو کې د سترګو۴۲۰۰ وړیا عملیاتونه کوي

۴

د عامي روغتيا وزارت مسوولان وايي چې د روان کال تر پایه به د هېواد په ۱۷ ولايتونو کې په وړیا توګه د سترګو ۴۲۰۰ عملیاتونه وکړي.

د یاد وزارت د سترګو درملنې د امريت امر اغامحمد توتاخېل دغه څرګندونې روزګان ته د سترګو درملنې يوه متخصص ټيم سره د سفر پر مهال کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اغامحمد توتاخېل په وینا، د هېواد د ټولو ولایتونو په هر روغتون کې به د سترګو د درملنې دایمي مرکز پرانېزي او له دې لارې به د سترګو ناروغانو درملنه وکړي.

هغه وویل: «روان کال کې د ۴۲۰۰ سترګو عملياتونو پلان لرو چې د افغانستان په ۱۷ ولايتونو کې به وشي. ترڅنګ به يې راتلونکي کې په هره ولايت کې په ولايتي روغتونونو کې يو يو د سترکو د درملنې مرکز هم فعاله شي چې متخصص ډاکټر به په‌کې شتون ولري.»

یادې متخصصې ډلې تازه په روزګان کې د سترګو ۵۰۰ ناروغانو د درملنې بهیر پیل کړی دی. د یاد ولایت په دهراوود ولسوالي کې هغه کسان چې دامهال يې د سترګو ناروغيو درملنه کېږي، خوښي څرګندوي چې وړیا عملیات یې کېږي. دوی زیاتوي چې د بې‌وزلۍ له امله یې د خپلو سترګو د درملنې توان نه درلود.

دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په راتلونکې کې هم باید دغه ډول روغتيايي ټيمونه د دوی سيمو ته ورولېږدوي.

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

عامې روغتیا وزارت داسې مهال د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سترګو ناروغانو وړیا عملیاتونه کوي چې له دې وړاندې هم یوشمېر بنسټونو او موسسو په خپل مالي لګښت ولایتونو کې د سترګو ناروغانو عملیاتونه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام