افغانستان کې له دوو اوونیو راهیسې د وژنو پېښې زیاتې شوي

د سلام‌وطندار له لوري د را ټولو شویو معلوماتو له مخې، په وروستیو اوونیو کې د ترور او وژنو پېښې زیاتې شوي او ټولیزې رسنۍ یې هره ورځ یو یا تر هغه زیات خبرونه خپروي. د دغو پېښو له ډلې تازه هغه یې د هلمند په لښکرګاه ښار کې د تېر حکومت د ملي امنیت ریاست د یوې کارکوونکې بي‌بي زهرا وژل کېدل دي.

ا.ا: له نړۍ سره د نږدې اړیکو دوام د اوسني وضعیت د حل یواځینۍ لاره ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو چې له تېرې پنجشبې ورځې راهیسې په افغانستان کې دی، د ا.ا له یوشمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او په بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

لوګر کې پر نس‌ناستې ناروغي د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

د لوګر د ولایتي روغتون مسوولان وايي، د هوا په ګرمېدو سره دغه ولایت کې پر نس‌ناستې ناروغي د اخته ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.

دوی زیاتوي چې تېره یوه اوونۍ کې ولایتي روغتون ته ۲۰۰ ماشومان چې پر نس‌ناستې ناروغي اخته وو، د درملنې لپاره یې مراجعه کړې ده.

عامې روغتیا وزارت ۱۷ ولايتونو کې د سترګو۴۲۰۰ وړیا عملیاتونه کوي

د عامي روغتيا وزارت مسوولان وايي چې د روان کال تر پایه به د هېواد په ۱۷ ولايتونو کې په وړیا توګه د سترګو ۴۲۰۰ عملیاتونه وکړي.

د یاد وزارت د سترګو درملنې د امريت امر اغامحمد توتاخېل دغه څرګندونې روزګان ته د سترګو درملنې يوه متخصص ټيم سره د سفر پر مهال کړي دي.

د خبریالانو وزګارتیا او اقتصادي ستونزې؛ «د کابل د مېوو یوه مارکېټ کې کار کوم»

هېواد کې د یو‌شمېر رسنیو خبریالان او کارکوونکي وايي چې د دندو له لاسه ورکولو له امله اړ شوي چې د خپلې کورنۍ اړتیا پوره کولو لپاره درنو او نورو کارونو ته مخه کړي.

محمدحسن شېرزاد چې لس کاله یې په رسنیو کې کار کړی، وايي، د جمهوریت له پرځېدو  او د دندې له لاسه ورکولو سره اړ شوی چې کابل ښار کې ټکسي وچلوي.