هېواد کې د یوشمېر رسنیو خبریالان او کارکوونکي وايي چې د دندو له لاسه ورکولو له امله اړ شوي چې د خپلې کورنۍ اړتیا پوره کولو لپاره درنو او نورو کارونو ته مخه کړي.
محمدحسن شېرزاد چې لس کاله یې په رسنیو کې کار کړی، وايي، د جمهوریت له پرځېدو او د دندې له لاسه ورکولو سره اړ شوی چې کابل ښار کې ټکسي وچلوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «په بېلابېلو رسنیو کې مې کار کړی، لکه اریانا ټلوېزیون، کلید راډیو، تمنا راډیو، ایینه، طلوع او نړیوالې رسنۍ لکه د ترکیې انادولو کې مې کار کړی او همداراز راپورونه مې بيبيسي کې هم خپاره شوي. د جمهوریت له پرځېدو وروسته ایران ته لاړم ۸میاشتې هلته وم، بېرته راغلم. شپږ میاشتې کېږي چې هر ډول کار مې کاوه او اوس ټکسي چلوم.»
شېرزاد وايي، هیله لري چې یو ځل بیا په یوې رسنۍ کې د خبریال په توګه دنده وکړي. هغه وویل: «د موټر چلولو پر مهال څو ځله مې ټکر کړی، ځکه دا زما کار نه دی او هیله لرم چې یوه ورځ بیا د خبریال په توګه کار وکړم.»
یو بل افغان خبریال موسی تلاش چې اوس ایران کې کارګر دی، وايي، د دندې له لاسه ورکولو وروسته اړ و چې د خپلې کورنۍ اړتیا برابرولو لپاره د کابل د مېوو په یوه مارکېټ کې کار وکړي، خو په وینا یې، هغه پیسې یې چې ترلاسه کولې، د ژوند اړتیاوې یې پرې نه پوره کېدې.
هغه وویل: «کله چې وزګاره شوم اړ شوم چې درنو کارونو ته مخه کړم. کابل کې مې بېلابېل کارونه وکړل، له دوکاندارۍ نیولې، تر د مېوو مارکېټ کې د کارګر په توګه. څو رسنیو ته مې سيوي ورکړه، خو چا مې غږ وانه اورېد، له دومره کاري تجربې سره سره یې حتا د کاراموز په توګه هم ونه نیولم.»
موسی تلاش په وروستي ځل له ایینې ټلوېزیون سره د خبریال په توګه کار وکړ او د یاد ټلوېزیون له تړلکېدو وروسته نوموړی هم له خپلو رسنیزو فعالیتونو څخه لرې پاتې شو.
احمدضیا سعیدي هم چې خبریال دی، د کابل د مېوو یوه مارکېټ کې کار کوي. نوموړی وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله دې کار ته اړ شوی دی.
نوموړي وویل: «مشعل، ایینې او ملي ټلوېزیون کې مې کار کړی او د ا.ا په راتلو سره وزګاره شوی یم. اوس مارکېټ کې کار کوم، هڅه مې وکړه چې کار پیدا کړم، خو تراوسه مې نه ده پیدا کړې او اقتصادي وضعیت مو خراب دی.»
بلخوا د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړي بنسټ «نی» اجرايي رییس ظریف کریمي وايي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د څه باندې ۵۰سلنه رسنیو تړلکېدو له امله ګڼشمېر خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
کریمي وویل: «له بدهمرغه هغه خبریالان چې پر درنو کارونو بوخت دي، کره شمېر یې نشته، خو د رسنیو ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې تېرو دوو کلونو کې ګڼشمېر خبریالان وزګاره شوي او لامل یې د رسنیو خراب اقتصادي وضعیت او د څه باندې ۵۰سلنه رسنیو تړلکېدل دي.»
د نی د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۰ کال تر پایه افغانستان کې نږدې ۱۲۰۰۰ د رسنیو کارکوونکو او خبریالانو فعالیت درلود، خو د جمهوریت له پرځېدو وروسته، څه باندې ۶۵ نارینه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو او ۹۰سلنه ښځینه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.