فاریاب کې یوشمېر ښځینه خبریالانې وايي چې رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر کار له بندیز وروسته دغه ولایت کې ګڼ‌شمېر ښځینه خبریالانې له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې وزګاره شوي او له ناوړه وضعیت سره مخ دي.

فاریاب کې د ښځو لپاره د لومړنۍ ځانګړې «همدم مجلې» مسووله مونسه همدم وايي چې دغه مجله یې په ۲۰۱۵ کال کې د ښځو ظرفیت لوړونې په موخه جوړه کړې چې بېلابېل فرهنګي، ټولنیز، حقوقي معلوماتي او ښوونیز موضوعات اړوند مطالب به یې خپرول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړې په وینا، هېواد کې د مخکیني نظام په پرځېدو سره دغه مجله هم د اقتصادي ستونزو له کبله له فعالیته لوېدلې ده.

هغې وویل: «همدم یوه خصوصي مرجع وه او له شخصي بودیجې چاپېده، خو اوس د اقتصادي ستونزو له کبله نشو کولای چې کارونو ته یې دوام ورکړو، اوس تړل شوې او لامل یې هم اقتصادي ستونزې دي.»

فاریاب کې د ژورناليزم له پوهنځي فارغه او په دغه ولایت کې د يوې ځايي رسنۍ مخکینۍ کارکوونکې مهرانگیز عفت کریمي وايي، د ښځينه خبريالانو پر کار د محدوديتونو له لګولو وروسته پر رواني ناروغيو اخته شوې ده.

هغې وویل: «د ا.ا په راتلو سره مو د کارونو پر وړاندې خنډونه رامنځته شول، څوک نشته چې زموږ فعالیتونو ته ارزښت راکړي او ووايي چې تاسو هم داسې فعالیت درلود، ځکه اسلامي امارت راغی او زه خپلې موخې او کارونو پاتې شوم او دا لامل شوه چې زه پر رواني ناروغیو او ژورخپګان اخته شم.»

بل‌خوا فارياب کې د خبريالانو د ملي ټولنې رییس قطب‌الدين کوهي وايي، د جمهوري نظام پرمهال د دغه ولايت په رسنيو کې شاوخوا ٣٥ ښځينه خبريالانو کار کاوه؛ خو د ا.ا له بیاځلې واکمنېدو سره ۳۰ خبریالانو له محدودیتونو وروسته خپلو دندو څخه لاس اخیستی او ۵ نور یې په کور کېناستلي دي.

نوموړي وویل: «فاریاب کې نږدې ټولې رسنۍ تړل شوي او خبریالان وزګاره شوي. ځینې خبریالان نورو ولایتونو ته تللي او ‎ځینې بیا له هېواده وتلي. یو‌شمېر ښځینه خبریالانو چې رسنیو کې کار کاوه، کورناستي ته اړ شوي دي.»

په همدې حال کې د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو رییس غلام‌محمد کریمي وایي، ډېر ژر به دغه ستونزې حل او ښځینه خبریالانې د شرعي اصولو له مخې خپل کار ته دوام ورکړي.

نوموړي وویل: «ا.ا د ښځو خوندیتوب لپاره یو لړ طرزالعملونه غواړي پر رسنیو ولګوي، تراوسه موږ ته نه دي رارسېدلي، موږ ورته په تمه یوو چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له‌خوا موږ ته ولېږدول شي او پر بنسټ به یې بیا موږ اقدام وکړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب بنسټونو د خپرو شویو شمېرو پر بنسټ، د ا.ا له بیا ځلې واکمنۍ وروسته افغانستان کې د ښځینه خبریالانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام