د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون یوه تازه راپور کې ویلي، د دغه بنسټ موندنې ښيي چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

راپور کې ویل شوي چې په دې وروستي یوه کال کې نږدې ۵۵ سلنه خبریالان هم وزګاره شوي او شاوخوا ۴۰سلنه رسنۍ تړل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون ویاند محمد بشیر هاتف وویل: «په لومړۍ میاشت کې ۴۰سلنه د رسنیو کارکوونکي وزګاره شوي او په دې وروستیو کې هم ځینو رسنیو خپل کارکوونکي ځواب کړي او له لسو تر ۱۵سلنې خبریالان وزګار شوي. سربېره پر دې ۸۰سلنه ښځینه خبریالانې هم وزګاره شوي دي.»

د دغه بنسټ د مسوولانو په وینا، اقتصادي ستونزې او په بهرنیو سازمانونو او سیاسي جریانونو پورې د رسنیو تړاو، د رسنیو د تړل‌کېدو له اصلي لاملونو څخه دي.

له دې سره هم‌مهاله د رسنیو مسوولان د خبریالانو د کار پر وړاندې محدودیتونو ته په اشارې د اسلامي امارت سرپرست حکومت څخه د دغو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کوي.

د یوې رسنۍ د خبر څانګې مسوول عصمت‌الله نیازی وايي، ښځینه خبریالانې په رسنۍ کې دننه او بهر له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د نوموړي په وینا، ښځینه ویاندویانې چې کله خبر لولئ او ماسک یې هم کارولی وي، ځینې تخنیکي ستونزې رامنځته کوي چې دا محدودیتونه باید لرې کړل شي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت چارواکي د رسنیو پر وړاندې د ننګونو له حل لپاره د هڅو ډاډ ورکوي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان ډاډ ورکوی چې د ټولیزو رسنیو قانون به چې د اسلامي امارت حکومت له لوري نافذ شوی، په سمه توګه عملي کړي.

دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت تر یو کال ځنډ وروسته په تازه‌ګۍ سره د رسنیو د تخطۍ کمیسیون یو ځل بیا فعاله کړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دې سره د رسنیو ملاتړي بنسټونه او د رسنیو مسوولان اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د فعالیت پیلولو غوښتنه هم کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام