
ذبیحالله مجاهد: د ملګروملتونو راپور د وضعیت ناسم ښوولو لپاره خپور شوی
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو هغه درې میاشتنی راپور چې پهکې د افغانستان په اړه ناسم مالومات خپاره شوي او هڅه شوې چې د اوسني وضعیت په اړه تشویشونه رامنځ ته شي، ناسم دی.
هغه نن (شنبه، جوزا ۳۱) یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې امنیت تر بل هر وخت ښه شوی او خلک ارامه ژوند کوي.
ده وویل: «موږ دغه راپور ردوو او هغه د ناسمو معلوماتو په اساس او د پروپاګند په موخه چمتو شوی راپور بولو.»














