Asset 1SWN

د ملګرو ملتونو پلاوي افغانستان کې د بشري‌حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی

2022-10-10-Afghan_women

د افغانستان لپاره په بشري چارو کې د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ او یاد سازمان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د تبعیض کاري ډلې رییسې دو روټي استراداتانک افغانستان ته د خپل وروستي سفر موندنې جېنوا کې د دې ټولنې دفتر ته وړاندې کړې دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو برخه کې دغه پلاوي افغانستان څخه د خپل سفر له بېرته ستنېدو  وروسته دغه هېواد کې د بشري‌ حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد پلاوي په خپل راپور کې ویلي چې ا.ا د افغان ښځو پر ضد پرله‌پسې تګ‌لارې پلې کړي او د تېرو دوو لسیزو پر مهال د جنسیتي برابرۍ برخه کې ترلاسه شوې، لاسته‌راوړنې له‌منځه وړي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د ا.ا مسوولانو د اسلامي اصولو په رڼا کې په روغتیا، ښوونې او سوداګریزو برخو کې د ښځو کار کولو په تړاو ډاډ راکړی او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستو او د نېټې له مشخصولو پرته د ښځو کار پر دوام ټينګار کړی.»

یاد پلاوی د اپرېل میاشتې له ۲۷مې د مې تر څلورمې نېټې پورې افغانستان ته تللی و او د ا.ا له چارواکو، مدني فعالانو، ښځو، ښوونکو او خبریالانو او د ملګروملتونو اړوند بنسټونو سره لیدلي دي.

د ښځو حقونو یو‌شمېر فعالانې چې له یاد پلاوي سره یې لیدلي، وايي، دوی افغانستان ته د ملګروملتونو د بشري برخې راغلي پلاوي د راپور وړاندې کولو وروسته د مثبت ځواب په تمه دي.

فروزان داودزۍ چې د ملګروملتونو راغلي پلاوي سره یې لیدلي، سلام‌وطندار ته وویل: «موږ په دې لیدنه کې غوښتنه وکړه چې د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو بندیز دې لرې شي، خو تراوسه مو ځواب نه دی ترلاسه کړی او تمه لرو چې ځواب ترلاسه کړو، که ځواب مو ترلاسه نه‌کړ، دغه راپور به د ښځو پر وضعیت بدلون ونه کړي.»

 ټاکل شوې چې افغانستان ته د راغلي پلاوي راپور جولای میاشت کې د ملګروملتونو د بشري‌حقونو شورا په ۵۳مه ناسته کې وړاندې شي.

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي دغه راپور ردوي او وايي چې د روغتیا او پوهنې برخه کې د ښځو ونډه پراخه ده او د اړتیا پر مهال به ا.ا په بېلابېلو برخو کې پر کار وګوماري.

هغه وویل: «۹۸زره مېرمنې د پوهنې او روغتیا برخه کې لرو او له توپیر او تبعیض پرته کار کوي. همداراز کورنیو چارو او مالیې وزارتونو او د هوايي ډګر ټرانسپورټ برخه کې هم پر دندو بوختې دي، نو باید ووایم چې هېواد کې مو عیني واقعیتونه بل څه دي او له بده‌مرغه هغه راپورونه چې له بهر څخه خپرېږي، واقعیتونه په سمه توګه نه درک کوي.»

بل‌خوا افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي یوناما له یوه میاشتني ځنډ وروسته پرون جمعه د غويي ۱۵مه له خپلو افغان کارکوونکو غوښتنه کړې چې له خپلو کورونو کار کولو ته دوام ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې په تازه‌ګۍ سره د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مک‌کال په یوه لیک کې له انټونیو ګوټرېش غوښتنه کړې چې له افغان ښځو ملاتړ وکړي او د ښځو له حضور پرته افغانستان کې د مرستو رسولو تګ‌لاره ونه‌مني.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام