ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، افغانستان د القاعده شبکې لپاره پر یوه امن پټن‌ځای بدل شوی او په یاد هېواد کې په ازاده توګه فعالیت کوي چې په راتلونکې کلونو کې به له لرې لارې د بریدونو توان ولري.

ګارډین د ملګرو ملتونو د غړیو هېوادونو له لوري د معلوماتو پربنسټ د جوړ شوي راپور له قوله ویلي، د القاعده فعالیتونه به د افغانستان امنیت وګواښي او دا اندېښنې به راپیدا کړي چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به دغه هېواد د ترهګرو په امن پټن‌ځای بدل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې همداراز د ناتایید شویو راپورونو پربنسټ ویل شوي چې د القاعده شبکې غړي د کابل په ډیپلوماتیکه سیمه کې ژوند کوي او ښايي له همدې ځای څخه د بهرنیو چارو وزارت ناستو کې د ګډون لپاره لاسرسی ولري.

په ورته مهال راپور کې راغلي، روښانه نه ده چې اسلامي امارت به تر کله د القاعده شبکې له لوري د نړیوالو ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره پر خپلو کړیو ژمنو ولاړ وي. که څه هم اسلامي امارت د القاعده شبکې د مهار لپاره خپلې هڅې کړي، خو ښايي دغه هڅې دوام ونه کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري له لوري کېدونکې ویناوې او اړیکې د دې ښکارندوینه کوي چې ممکن نوموړی واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، هغه خپله شبکه لا سمه رهبري کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په وار وار افغانستان کې د داعش او القاعده شبکې فعالیت په اړه راپورونه خپاره شوي او دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنې ښودل شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د اسلامي امارت مسوولانو دغه راپورونه بې‌بنسټه بللي او د امنیت د ټيڼګښت او د هر ډول ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي ډاډ یې ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام