Asset 1SWN

هند له افغانستان سره د کورونا ۵۰۰ زره ډوزه واکسین مرسته کوي

vaccine-5909944_1920-270x152

د عامې روغتیا وزارت وایي، هند ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د کورونا ۵۰۰ زره ډوزه واکسین مرسته وکړي. د دغه وزارت په وینا، ټاکل شوې په یاد واکسین باندې شاوخوا ۲۵۰ زره کسان واکسین شي.

د روغتیا وزارت چارواکو نن د کورونا د هغه واکسین د پلي کېدو څرنګوالي په اړه چې د هند له لوري جوړ شوی، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف سره ګډه غونډه جوړه کړې وه.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال بشیر نورمل په دې غونډه کې د کورونا واکسین له پلي کوونکو ادارو وغوښتل چې د هند له لوري د جوړ شوي واکسین لپاره تدابیر ونیسي. نوموړی وايي، هغه کسان چې له ګواښ سره مخامخ دي، لومړی به هغو ته یاد واکسین ورکړل شي.

دغه وزارت په ډاګه نه کړه چې د هندوستان له لوري به دغه واکسین کله افغانستان ته را ورسېږي.

د راپورونو له مخې، هند په ټول هېواد کې د واکسیناسیون کمپاین پیل کړی او تمه ده چې د دغه کمپاین له پای ته رسېدو سره سم په دغه هېواد کې ۱،۳ میلیارډه کسان واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې افغانستان به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د کورونا واکسین ته لاسرسی ولري. د کورونا واکسین د نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک له لوري برابرېږي.

د روغتیا وزارت مرستیال دغه راز ویلي چې د واکسین نړیوالې اتحادیې، کواکس، نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک ژمنه کړې چې د واکسین په برخه کې به له افغانستان سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې شپې او ورځې راهیسې ۴ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۷۸ نور پرې اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت د راپور له مخې، په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې یې د ۲۴۰ زرو او ۷۶۹ کسانو ټېسټونه کړي چې په دې ډله کې ۵۴ زره او ۷۵۰ کسانو پایلې مثبتې ختلي او ۲ زره او ۳۹۰ کسان یې هم له کبله مړه شوي دي. دغه راز، د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۴۷ زره او ۳۶۵ کسان چې پر کورونا اخته شوي وو، بېرته روغ شوي دي.

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام