Asset 1SWN

د پاملرنې موسسه افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پیلوي

Afghanistan_staffbackwithCARElogo_RS89342.JPG

د پاملرنې نړیوالې موسسې مسوولان وايي چې افغانستان کې به خپل فعالیتونه یو ځل بیا پیل کړي.

 دغسې موسسې ویلي، د اسلامي امارت له لوري د خپلو ښځینه کارکوونکو د کار په تړاو له ډاډ ترلاسه کولو وروسته افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پیلوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاملرنې نړیوالې موسسې پرون دوشنبه د مرغومې ۲۶مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان کې به یې د فعالیتونو بیا پیل پر روغتیا او تغذیې راڅرخي او په وینا یې، د ښځینه کارکوونکو د کار په اړه د عامې روغتیا وزارت ډاډ ورکړی دی.

یادې موسسې همداراز ویلي، د عامې روغتیا وزارت ډاډ ورکړی چې ښځینه کارکوونکې یې له محدودیت پرته او په خوندي توګه خپلې دندې کولای شي.

د پاملرنې نړیواله موسسه داسې مهال افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پیلوي چې پرون دوشنبه د مرغومې ۲۶مه د ماشومانو خوندیتوب سازمان هم افغانستان کې د خپلو کارونو د بیا پیلېدو اعلان کړی و.

د پاملرنې موسسې زیاته کړې چې دغه اداره د خپلو کارونو مخې ته وړلو لپاره د ښځینه کارکوونکو شتون ته اړتیا لري او افغانستان کې د روان ناورین د مخنیوي برخه کې خپله ونډه ادا کړي.

د پاملرنې نړیوالې موسسې همداراز هیله ښودلې چې نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز لغوه شوي او دوی وکولای شي، په سمه توګه افغانستان کې خپل کارونه مخې ته یوسي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاملرنې موسسې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴مه وروسته له هغې افغانستان کې خپل فعالیتونه وځندول چې د اسلامي امارت له لوري په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځینه کار کوونکو پر کار بندیز ولګاوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام