د سره صلیب د اسیا برخې رییس له امیرخان متقي سره لیدلي

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د سره صلیب نړیوال فدراسیون د اسیا برخې رییس الکسانډر مټیو او ورسره مل پلاوي له امیر‌خان متقي سره لیدلي دي. هغه وايي، امیرخان متقي په دې لیدنه کې غوښتنه کړې چې له افغانانو سره هراړخیزې مرستې وکړي او د کورنیو روغتونونو تجهیز ته ځانګړی پام وکړي.

عدلیې وزارت د دوو سیاسي ګوندونو او ۷۵ ټولنو مسوولان امنیتي ادارو ته ورپېژندلي

د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت مسوولان وايي، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې د ټولنیزو او مرستندویه ټولنو او سیاسي ګوندونو له ارزولو وروسته د دوو سیاسي ګوندونو او ۷۵ ټولنیزو او مرستندویه بنسټونو مسوولان امنیتي ادارو ته ورپېژندلي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام: که بودیجه مو ترلاسه نه‌کړه، له افغانستانه به ووځو

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی که دغه بنسټ د افغانستان لپاره د اړتیا وړ بودیجه برابره نه‌کړي، یاد هېواد کې به خپل ټول فعالیتونه ودروي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړه چې راتلونکو شپږو میاشتو کې اړمنو ته د مرستو رسولو لپاره یو میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

د راډیو نړیواله ورځ؛ محلي راډیوګانې له محدودیتونو او مالي ستونزو سره مخ دي

نن د فبروري دیارلسمه د راډیو له نړیوالې ورځ سره برابره ده. دغه ورځ داسې مهال رارسېږي چې په تازه‌ګۍ سره هرات کې د «سحر» په نوم د ښځو ځانګړې محلي راډیو د مالي ستونزو او محدودیتونو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

د پاملرنې موسسه افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پیلوي

د پاملرنې نړیوالې موسسې مسوولان وايي چې افغانستان کې به خپل فعالیتونه یو ځل بیا پیل کړي.

 دغسې موسسې ویلي، د اسلامي امارت له لوري د خپلو ښځینه کارکوونکو د کار په تړاو له ډاډ ترلاسه کولو وروسته افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پیلوي.

د ۳۵ خصوصي پوهنتونونو مسوولانو بهر ته د خپلې پانګې د ایستلو پرېکړه کړې

د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو موسسو ټولنې مسوولان وايي، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل‌کېدو وروسته د ۳۵ خصوصي پوهنتونونو مسوولانو پرېکړه کړې چې هېواد کې فعالیتونه وځنډوي او خپله شتمني بهر ته ولېږدوي.

د ښځینه‌وو پر کار بندیز؛ د څلورو سازمانونو د فعالیت درېدو سره ۱۱۴۴۱ کسان وزګاره شوي

د سلام‌وطندار د راټولو شویو شمېرو پر بنسټ، د ناروې د کډوالۍ شورا، د پاملرنې موسسې، د ژغورنې نړیوالې کمېټې او د «ام‌ام‌سي‌اراې» موسسې د فعالیت له ځنډېدو وروسته، هېواد کې د یادو بنسټونو شاوخوا ۱۱۴۴۱ کارکوونکي چې ۴۳۷۳ یې ښځینه دي، وزګاره شوي دي.

کابل ښاروالي د درېوو خپروندویه ټولنو فعالیتونه ځنډولي

کابل کې د واژه، مقصودي او یوسف‌زاد خپروندویو ټولنو او کتاب پلورنځیو خاوندان وايي، سره له دې چې د فعالیتونو لپاره یې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه جواز لري، خو کابل ښاروالي دغې ادارې څخه د خدمتونو وړاندې کولو جواز نه‌درلودو له امله د دوی فعالیتونه ځنډولي دي.

روزګان کې د سوداګرو ښځو کاروبار په ټپه درېدلی

روزګان کې هغه ښځې چې پخوا به يې د لاسي صنايعو د تولید او نورو بېلابېلو برخو کې فعالیت کاوه وايي، هېواد کې د سياسي بدلون، د اسلامي امارت نه پام، بې‌وزلي او د بازار نه‌شتون له امله یې کارونه په ټپه درېدلي او ګڼو ستونزو سره مخ دي.

افغانستان د جنسيتي ناانډولۍ له پلوه تر ټولو ټيټه کچه کې دی

د نړیوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۲ کال لپاره د جنسیتي نړیوال شاخص په اړه تازه رپوټ کې ویلي، د نارینه‌وو تر واک لاندې او محافظه کاره ټولنه کې د ښځو لپاره د مناسب فرصت نه‌شتون له امله افغانستان نړۍ کې د جنسیتي ناانډولۍ تر ټولو ټیټه کچه کې دی. ا.ا بیا ویلي، ښځې د ټولنې بېلابېلو برخو کې د پام وړ فعالیت لري.

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، دوی له ډېرو هڅو وروسته بریالي شو چې د ښځو د فعالیتونو په برخه کې د اسلامي امارت، سوداګرو او یو‌شمېر هېوادونو ملاتړ راجلب او خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي. دوی له ا.ا غواړي چې ښځو ته د هېواد د پرمختګ په برخه کې ونډه ورکړي.

امریکا افغانستان کې د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا لپاره نوی جواز صادر کړ

د امریکا د مالیې وزارت پرون افغانستان کې سوداګریزو او مالي معاملو ته د پراختیا ورکولو په موخه، نوی جواز صادر کړی دی.
دې وزارت یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه جواز په دې موخه صادر شوی چې پر اسلامي امارت د امریکا بندیزونه د هغو معاملو او فعالیتونه مخه ونه نیسي چې افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ورته اړتیا ده.

ګوترېش: ترهګر د واک له تشې څخه په ګټه اخیستنه کې مهارت لري

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، له افغانستان څخه بهر د ترهګرۍ پراختیا د دې ښکارندوينه کوي چې ترهګر د واک له تشې څخه په ګټه اخیستنه کې مهارت لري. ګوترېش دغه څرګندونې پرون د مونیخ امنیتي ناستې په پرانیسته کې کړې دي. ګوترېش همداراز د نړیوالې ترهګرۍ له ګواښ څخه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.