د غور ولایت مقام د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد ولایت والي احمدشاه‌ دین‌دوست په خپله اوونیزه اداري ناسته کې د مرستندویه موسسو پر کاري بهیر نیوکه کړې او د دوی فعالیتونه یې ناسم بللي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دین‌دوست د یاد ولایت د سکتور له ټولو رییسانو غوښتي چې د نادولتي موسسو فعالیتونه تر څار لاندې ونیسي، ځکه د نوموړي په وینا، د یادو موسسو موخه خلکو ته خدمت کول نه وو او د دوی له لوري د خپلو فعالیتونو په اړه ټولې ورکړل شوې شمېرې درواغې وې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس سلام‌وطندار ته تایید کړې چې په دغه ولایت کې یې د ۲۰ نادولتي موسسو فعالیتونه درولي او تر بلې خبرتیا پورې د فعالیت  اجازه نه لري.

په همدې حال کې د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالحی زعیم ټينګار کوي چې یو‌شمېر موسسو د یاد ولایت په ولسوالیو کې د اسلامي امارت د اصولو خلاف فعالیت کړی دی. نوموړي د نمونې په توګه «ACF» موسسې نوم یاد کړی او ویلي یې دي چې دې موسسې د غور په دولینه ولسوالي کې ناسمه سروې کړې او اړمنو کسانو ته یې بشردوستانه مرستې نه دي رسولي.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي: «اې‌اف‌سي موسسې په دولینه ولسوالي کې د شتمنو او هغو کسانو سروې کړې چې د مخکیني حکومت په ملي امنیت کې وو او اربکي ول. هغه کسان چې اړمن وو هلته یې سروې نه ده کړې، که چېرته مرسته وي، نو باید له اړمنو سره وشي، په یاده موسسه کې ډېر فساد موجود دی.»

په ورته مهال غور کې د نادولتي موسسو یو‌شمېر مسوولانو د نوم نه خپرېدو په شرط سلام‌وطندار ته وايي چې د والي په امر یاد ولایت کې د ټولو موسسو فعالیتونه درېدلي دي. دوی زیاتوي، تر هغه وخته پورې چې اسلامي امارت دوی ته د فعالیت اجازه نه وي ورکړې، نشي کولای خپل فعالیتونه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په غور کې د یادو نادولتي موسسو فعالیت په داسې حال کې د اسلامي امارت د مسوولانو له لوري درول شوی چې د یاد ولایت اوسېدونکي بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام