د امریکا د مالیې وزارت پرون افغانستان کې سوداګریزو او مالي معاملو ته د پراختیا ورکولو په موخه، نوی جواز صادر کړی دی.

د امریکا مالیې وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه جواز په دې موخه صادر شوی چې پر اسلامي امارت د امریکا بندیزونه د هغو معاملو او فعالیتونه مخه ونه نیسي چې افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ورته اړتیا ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اعلامیه کې راغلي چې دغه ګام د دې ښکارندويي کوي چې متحده ایالات افغانانو سره د مرستې لپاره له خصوصي سکټور، نړیوالو متحدینو او خیریه موسسو سره کار کولو ته ژمنه ده.

د امریکا د مالیې وزارت اعلامیه کې ټینګار شوی چې دغه جواز خصوصي سکټور او نادولتي موسسو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان د هغو ادارو په ګډون چې مشران یې په بندیزونو کې شامل دي، دولتي ادارو ته یوازې د مالیاتو او د ګمرک محصول ورکړي او د تجملي اجناسو او خدماتو د وړاندې کولو معاملو ته اجازه نه ورکوي.

د امریکا د مالیې وزارت زیاته کړې چې د اسلامي امارت پر وړاندې به د امریکا بندیزونه تر هغه پورې جاري وي چې له خپلو ځپونکو کړنو څخه لاس په سر شوي نه‌وي. دغه وزارت څرګنده کړې چې د افغانستان اقتصادي بیارغونې لپاره د افغانانو ترڅنګ دریږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امریکا متحده ایالتونو تر دې وړاندې هم افغانانو سره د بشري مرستو او د ځانګړو معاملاتو په ځانګړې توګه د کرنیزو توکو، درملو او طبي تجهیزاتو صادرولو په موخه د اسانتیا لپاره جوازونه صادر کړي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام