Asset 1SWN

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ پامیري، واخاني او اویغوري ژبې د ورکېدو ګواښ سره مخ دي

National-languages-in-afg

نن د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. له دې سره هم‌مهاله یو‌شمېر هېوادوال شکایت کوي چې په خپلې مورنۍ ژبې ورته د زده‌کړو زمینه نه ده برابره شوې او وېره لري چې ژبې یې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

نادیه چې د نیمروز د یوه ښوونځي زده‌کوونکې ده، وايي، په بلوڅي ژبه د نه تدریس له امله په ډېری درسي موضوعاتو نه پوهېږي.

نوموړې زیاته کړه چې ښوونکي باید د ملي ژبو ترڅنګ پر هغو ژبو هم بلدتیا ولري چې ټولګي یا ښوونځي کې یې د ویوونکو شمېر ډېر وي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغې وویل: «کله چې ښوونکی ټولګي ته راځي بیا د دري ژبې ترڅنګ په بلوڅي ژبې هم درس تشریح کړي، ځکه زده‌کوونکی یې مفهوم نشي اخیستلی. کله چې درس ورکول کېږي، سبا یې استاد پوښتنه کوي، زده‌کوونکی وايي چې زه په دري نه پوهېږم. درسي ساعت ضایع‌ کېږي او باید په دوو ژبو تشریح شي.»

د نورستان اوسېدونکی جان‌محمد بیا وايي چې د دغه ولایت په ښوونځيو کې پر نورستاني ژبې د نه تدریس له امله ځورېږي. هغه زیاتوي، دا چې په خپله مورنۍ ژبه تدریس نه کوي، له ډېرو ستونزو سره مخ دی. جان‌محمد همداراز وايي، هغه څه چې په مورنۍ ژبه زده‌کېږي، په نورو ژبو یې نشي زده‌کولای.

هغه وویل: «کله چې په نورو ژبو زده‌کړه راکول کېږي، له ځان سره پوښتنه راته پیدا کېږي چې ولې موږ ته په خپله مورنۍ ژبه زده‌کړې نه راکول کېږي.»

د فاریاب اوسېدونکی احمد چې مورنۍ ژبه یې ازبکي ده، ټینګار کوي چې هر افغان په خپله مورنۍ ژبه د زد‌‌‌ه‌کړو حق لري او اسلامي امارت باید ټولو ته دغه زمینه برابره کړي.

هغه وویل: «هیله لرم چې حکومت هېواد کې ټولو ژبو ته خلک پر غږېږي او مورنۍ ژبه یې ده، کتابونه چاپ کړي. زموږ ماشومانو ته باید په خپله مورنۍ ژبه زده‌کړې برابرې شي. د چاپ کېدونکو کتابونو شمېر هم باید زیات وي، څو خلک په خپله مورنۍ ژبه زده‌کړې وکړي.»

له دې سره د ژبو برخې یو‌شمېر کارپوهان په دې باور دي، که د ټول هېواد په کچه هر کس په خپلو مورنۍ ژبه زده‌کړې ونه کړي او یا هم دې برخې ته جدي پاملرنه ونشي، د ټولنې د هویت، فرهنګ او تاریخ د له‌منځه تلو لامل ګرځي.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد ضیا‌ء شیراني په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «نن ژبه یوازې د افهام او تفهیم وسیله نه ده، بلکې د یو قوم هویت دی چې د هغې د ساتنې لامل کېږي. کله چې د یوه قوم ژبه له‌منځه لاړه شي او یا له هغه واخیستل شي، په حقیقت کې هغه قوم له هغه اخیستل شوی دی. دې ته په کتو باید کس په خپله مورنۍ ژبه زده‌کړې وکړي.»

بل‌خوا یو‌شمېر بومي ژبو ته نه پاملرنه د دې لامل شوې چې هېواد کې ځینې ژبې د ورکېدو له ګواښ سره مخ شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند عبدالمتین قانع سلام‌وطندار ته ویلي چې اوس هېواد کې ترکي او مغولي ژبې په بشپړ ډول له‌منځه تللي او یو‌شمېر پامیري، واخاني او اویغوري ژبې هم د له‌منځه تلو په حال کې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې دی چې د ملګروملتونو ښوونیز او فرهنګي سازمان یا یونېسکو په ۱۹۹۹کال کې د فبرورۍ ۲۱ د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله چې اوس هر کال ټوله نړۍ کې د مورنۍ ژبې د پیاوړتیا په موخه نمانځل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام