د لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي نظام پیاوړتیا لپاره درې ورځنۍ کنفرانس پرانېست

د لوړو زده‌کړو وزارت نن کابل پوهنتون کې د هېواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا په موخه درې ورځني کنفرانس پرانیست.

دغه کنفرانس کې د پوهنتونونو نصاب، د زده‌کړې د کیفیت تضمین، علمي څېړنو، انلاین زده‌کړو او د لوړو زده‌کړو نظام د پیاوړتیا اړوند نورو مواردو په اړه د پوهنتون استادانو شاوخوا ۷۵ مقالې وړاندې کړې.

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ پامیري، واخاني او اویغوري ژبې د ورکېدو ګواښ سره مخ دي

نن د فبرورۍ ۲۱مه ټوله نړۍ کې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځ په نوم نمانځل کېږي. له دې سره هم‌مهال یو‌شمېر هېوادوال شکایت کوي چې په خپلې مورنۍ ژبې ورته د زده‌کړو زمینه نه ده برابره شوې او وېره لري چې ژبه یې د ورکېدو له ګواښ سره مخ ده.

ختیځو ولایتونو کې د بې‌کیفیته درملو پلور؛ ناروغان: درمل خورو، خو اغېز نه‌لري

د ختیځو ولایتونو یو‌شمېر اوسېدونکي دغه ولایتونو کې د بې‌کیفیته درملو د پلور په اړه د اندېښنو په څرګندولو سره وايي چې درمل خوري، خو بې‌اغېزې دي.

د ننګرهار ولایتي روغتون ته يوشمېر راغلي ناروغان وايي، د دغه ولایت په درملتونو کې د درملو کيفیت کم او نرخونه يې خورا لوړ دي.

د نغدي مرستو دوام؛ د ۴۰ میلیونه ډالرو کڅوړه کابل ته راورسېده

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو په لړ کې نن سه‌شنبه د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله کڅوره کابل ته راورسېده.

د افغانستان بانک نن سه‌شنبه د کب دویمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه نغدي مرسته یې یوه خصوصي بانک ته سپارلې ده.

د افغانستان بانک سبا «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا چهارشنبه د کب درېیمه، ۱۶میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن سه‌‌شنبه د کب دویمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره سبا چهارشنبه «۱۶» میلیونه ډالر لیلام ته وړاندې کوي. د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.