Asset 1SWN

کابل ښاروالي نن پلازمېنه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ

53acbcec-0d79-4ec1-995d-77fecc8082de

کابل ښاروالي نن د کابل ښار په کچه د نیالګیو کېنولو یو میاشتنی کمپاین پیل کړ چې پر مټ به د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنول شي.

مسوولان وايي، د ښار ښکلا په موخه به سږ کال د نیالګیو کېنولو کمپاین پر مهال نږدې ۶۰۰زره مثمر او غیرمثمر نیالګي د ټول کابل ښار په کچه کېنول شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل ښاروالي د چاپېریال ساتنې او ښاري خدمتونو وړاندې کولو معین خالد سجستاني وویل: «نن په پلازمېنه کې د نیالګیو کېنولو سرتاسري کمپاین نن پیل شو چې ۱۴۰۲ کې به ټول کابل کې به ۶۰۰زره مثمر او غیرمثمر نیالګي کېنوي.»

په ورته وخت کې یوشمېر کابل ښاریان د نیالګیو کېنولو کمپاین پیلولو څخه د هرکلي ترڅنګ غوښتنه کوي چې دغه کمپاین کې برخه واخلي.

د کابل ښار اوسېدونکي عبدالرازق وویل: «ډېر خوشحاله یم چې د کابل ښاروالي له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو او موږ هم وغوښتل چې دې پروګرام کې برخه واخلو او د کابل له نورو اوسېدونکو هم غواړو چې د کابل ښکلا لپاره یو یو نیالګی کېنوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې کابل ښاروالي هر کال د نیالګیو کېنولو کمپاین پر مهال پلازمېنه کابل ښار کې سلګونه زره مثمر او غیرمثمر نیالګي کېنوي، خو څه موده وروسته د اوبو رسولو پروګرام نه‌شتون له امله، زیاتره دغه نیالګي وچیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام