هېواد کې د نیالګیو کېنولو په دوام، د شنبې په ورځ کابل کې د نیالګیو کېنولو کمپاین د کرنې وزارت، د کابل ولایت مقام او د ښاروالۍ د مسوولانو په حضور کې په رسمي ډول د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې پیل شو.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال فضل‌الباري فضلي په کابل کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د پیل پرمهال له خلکو وغوښتل چې د کېنول شویو نیالګیو ساتنې او څارنې ته پام وکړي. د هغه په وینا، په دغه کمپاین کې د کابل په ټولو ولسوالیو کې ۲۵۴ زره نیالګي کېنول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د هغو بنسټونو مسوولان چې دغه کمپاین یې پیل کړی وايي، د کورنیو او بهرنیو سرچینو په مرسته به نور نیالګي هم کېنول شي.

د هغوی په وینا، ددې کمپاین دوام او له هغه څخه د خلکو ملاتړ سره به په کابل کې د هوا د ککړتیا مخنیوی وشي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام