کابل کې د چین سفیر وانګ یو پرون په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه هېواد د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، د بشري مرستو خپله لومړۍ جوپه افغانستان ته استولې ده. د چین سفیر ویلي چې دغو مرستو کې کمپلې او ګرمې جامې شاملې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

وانګ یو زیاته کړه چې دغه مرستې د چین د خلکو او افغانانو ترمنځ د ژورې ملګرتیا ښکارندوي کوي. د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم نن په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د چین په دغو مرستو کې ۴۰۰۰۰ کمپلې او ۳۷۸۰ ګرم جاکټونه شامل دي. دغه وزارت ویلي چې دغه مرستې به په کور دننه بې‌ځایه شویو باندې ووېشل شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې چین له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو له دوام څخه ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد د افغانستان د خلکو لپاره د ښه ژوند برابرولو په موخه هر راز مرستو ته چمتو دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د مخکیني حکومت او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو له امله، له ټول هېواد څخه ګڼ‌شمېر کورنۍ په کور دننه امنو سیمو ته بې‌ځایه شوي دي.

دغه بې‌ځایه شوي له خپل خراب اقتصادي وضعیت څخه شکایت کوي. په همدې حال کې نړیوالو بنسټونو د بې‌ځایه شویو او په ټوله کې د افغانانو له خراب ژوند څخه اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام